په افغانستان کې هرکال زرګونه کسان د نري رنځ له امله مري
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په افغانستان کې زرګونه کسان په نري رنځ اخته شوي دي. د دغه وزارت د شمېرو پر بنسټ، په افغانستان کې هر کال شاوخوا ۱۲ زره کسان د یادې ناروغۍ له امله مري.
نری رنځ څه دی؟
باکتریا د نري رنځ لامل کیږي دغه باکتریا د انسان پر سږو برید کوي. د دې ناروغۍ عامې نخښې د بلغم سره ټوخی، کله ناکله خونریزي، د سینې درد، ضعف او سستي، د وزن کموالی، تبه او زکام او د خوب پر وخت خوله کول دي. د ایکس رې کارول د نري رنځ په ښه او لومړني تشخیص کې مرسته کوي.
له دغه رنځه په نړۍ کي په زرونو انسانان مري
د وروستیو شمېرو له مخې، د درملنې وړ د نري رنځ ناروغۍ په ټوله نړۍ کې د مړینې له لسو لاملونو څخه بلل کیږي.
په افغانستان کې د نري رنځ د ناروغانو ډیریدل
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په افغانستان کې زرګونه کسان په نري رنځ اخته شوي دي. د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان مرستیال ډاکټر محمد حسن غیاثي په کابل کې یوې غونډي ته وویل: «نري رنځ یوه ساري ناروغۍ ده چې د نړۍ په هېوادونو کې د مړینې له لسو مهمو لاملونو څخه بلل کیږې.»
په افغانستان کې د نري رنځ ناروغي
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مرستیال وايي: تېر کال په افغانستان کې د نري رنځ شاوخوا ۷۶ زره او د توبرکلوز پر وړاندې د مقاومت ۴۸۰۰ پېښې ثبت شوې دي چې له دې جملې څخه تر ۵۲ زره زیات د نري رنځ د کنټرول ملي پروګرام له خوا کشف او درملنه ېې شوې . د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، هر کال له ۱۰ څخه تر ۱۲ زره کسانو پورې مړه کیږي.
کوم کسان په ځانګړې ډول د نري رنځ د اخته کیدو له لوړ خطر سره مخ دي؟
د خوړو کمښت او خوارځواکي، ناسم روغتیايي وضعیت، دوامداره ذهني فشار، قوي ساري ناروغۍ، د شکرې او ایډز ناروغۍ چې ټول د بدن د معافیت سیسټم د کمزورتیا لامل کیږي په بدن کې د نري رنځ ناروغۍ ته لاره هواروي. د نړیوال روغتیا سازمان د وروستیو اټکلونو له مخې، د عمر له مخې ډېر خلک په دې ناروغۍ اخته شوي دي. په دوی کې یو ميلیون ماشومان وه چې له دې جملې څخه دوه لکه او ۳۳ زره ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د نري رنځ پر وړاندي د مبارزې لار څه ده؟
د نري رنځ سره مبارزه د واکسین کولو، د ناروغۍ تشخیص او درملنې له پاره اغیزمنو وسایلو ته اړتیا لري.د نري رنځ واکسین په اړه د څېړنې ساحه ډیرې پانګونې ته اړتیا لري. هغه واکسین څخه چې اوس مهال د نري رنځ سره د مبارزې له پاره کارول کیږي نږدې ۱۰۰ یې له وخته تیریږي. د دې واکسین کارول چې د لومړي ځل لپاره په ۱۹۲۱ کې تولید شوي، د ۱۹۹۸ راهیسې د رابرټ کوخ انسټیټیوټ لخوا نه وړاندیز کیږي.
ایا د نري رنځ درملنه کېدای شي؟
د نري رنځ د درملنې پر وړاندې د مقاومت لرونکو باکتریاو خپریدل د اندیښنې وړ موضوع ده. دا اساسآ مقاومت لرونکي باکتریاوي دي چې نشي کولای درمل يې کنټرول کړي. هغه خلک چې دا مقاومت لرونکي باکتریاوي لري ځانګړي طبي درملنې ته اړتیا لري. دا درملنه ۲۱ میاشتې وخت نیسي او لګښت یې د مخ پر ودې هیوادونو د اوسیدونکو له پاره خورا ګران دی.
په افغانستان کې د دنګي تبې د زیاتیدو احتمال
د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د دنګي تبې د زیاتیدو د احتمال خبرداری ورکړی دی. دغه سازمان په خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې احتمال شته چې د باران په موسم کې په افغانستان کې د دنګي تبه زیاته شي. دغه سازمان پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې روغتیايي کارکوونکي د ناروغانو درملنې ته چمتووالی نیسي.
د دنګي تبې پر وړاندي د مبارزې چمتوالی
د روغتیا نړیوال سازمان د کونړ، لغمان، نورستان او ننګرهار ولایتونو شاوخوا ۳۰۰ ډاکټرانو، نرسانو او د لابراتوار تخنیکرانو ته روزنه ورکوي. دنګي تبه یا د هډوکو ماتونکي تبه یوه راپورته کیدونکي ویروسي ناروغي ده چې د مچیو څخه انسانانو ته لیږدول کیږي. دا ناروغي د ټولنې په روغتیا باندې احتمالي جدي اغیزې لري.