افغانستان کې میشت دوه ترکي جنرالان د کودتا په تړاو نیول شوي
۱۳۹۵ مرداد ۵, سهشنبهد نیول شویو کسانو په افغانستان کې د میشتو ترکي ځواکونو یو قوماندان برید جنرال ساحت باکیر، او په دې هیواد کې د ترکیې د روزنیز او ملکي مرستو یو مسوول ډګر جنرال سینیر توپوس، ښوول شوي دي.
په ترکیې کې د جولای په ۱۵ نیټه یوه ناکامه کودتا وشوه چې په ترڅ کې یې د پوځ یوې برخې د اردوغان پر ضد ټانکونه، الوتکې او نور پوځي تجهیزات وکارول چې د دغه هیواد واک په لاس کې واخلي. دغو ځواکونو یو څه دولتي تاسیسات ونیول خو بیا وروسته د اردوغان د پلوي ځواکونو او خلکو له خو د هغوی مخه ونیول شوه. د کودتا په دغه هڅه کې ۲۴۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د کودتا تر هڅې وروسته اردوغان ډیری کسان په پوځ او نورو دولتي ادارو کې له دندو کوښه کړل او یا یې هم زندانونو ته واچول.
د CNN Turk تلویزیون ویلي دي چې نیول شوي جنرالان د سه شنبې په ورځ سهار ترکیې ته ولیږدول شول.
د ترکیې د کودتا په اړه نور مطالب: