په افغانستان کې د لسګونو ګرځنده صحي مرکزونو د بندیدو خبرداری
۱۴۰۲ شهریور ۲۰, دوشنبهپه افغانستان کې د مرستندویه موسسو د مرستو له کمېدو وروسته د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په دې هیواد کې د ۱۷۳ ګرځنده روغتیايي او خوراکي مرکزونو د تړلو احتمال خبرداری ورکړی دی.
د اوچا د افغانستان څانګې پر خپلو ټولنیزو پاڼو لیکلي چې همدا اوس د بودیجې د کمښت له امله په افغانستان کې سل زره کسان لومړنیو روغتیايي او تغذیوي خدمتونو محدود يا هیڅ لاس رسی نه لري.
د دې ترڅنګ د دغه سازمان د معلوماتو پر بنسټ، په زیانمنونکو ولایتونو کې تر ۳۶ زره ډېر ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، د خوراکي توکو بستو ته له لاسرسي څخه منع شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغانستان د روغتیا په سیستم کې د بودیجې د سخت کمښت څرګندونه کړې ده. دغه سازمان ویلي دي چې د افغانستان په روغتیايي سیستم کې د بودیجې کمښت به ناوړې پایلې ولري.
د ملګرو ملتونو یو شمېر نورو دفترونو هم څه موده وړاندې اعلان کړی وو چې سږ کال په افغانستان کې د بودیجې له سخت کمښت سره مخامخ دي.
له همدې امله د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) اړ شوی چې د دوه میلیونه افغانانو خوراکي جيره را راکمه کړي. دغه بنسټ خبرداری ورکړی، چې که بودیجه برابره نه شي راتلونکی ژمی به د ډیرو افغانانو لپاره له کړداونو ډک او په ناورین بدل شي.
د ویلو ده چې نورو بحرانونو ته د نړۍ د پام اوښتو ترڅنګ، پر ښځو د طالبانو محدودیتونو، په تېره بیا په مرستندویه بنسټونو کې د هغوې د کار کولو مخنیوی بله هغه ستونزه ده چې په افغانستان کې د مرستندویه موسسو د کار پر وړاندي د خنډونو لامل شوې ده.