په اروپايي اتلولیو کې د بیلابیلو لوبډلو رنګارنګ مینه وال
فوټبال پر خپلو مینه والو ولاړه لوبه ده. په اروپایي اتلولیو کې هم د ۲۴ ګډونوالو هیوادونو وګړي د خپلو لوبډلو د تشویق له پاره لوبغالو ته رسیږي.
د چک جمهوریت
چک په خپله لومړی لوبه کې له هسپانیا ماتې وخوړه. خو د دې هیواد د لوبډلې مینه وال اوس هم امیدواره دي.
فرانسه
فرانسه غواړي له خپل کوربه توب امتیاز څخه په ګټه اخیستلو سره د دغه جام اتلولي خپله کړي.
البانیا
البانیا په اروپايي جام کې خپل لومړی حضور تجربه کوي. د دې تیم ډیر شمیر مینه وال فرانسې ته راغلي دي.
رومانیا
رومانیا خپله لومړی لوبه فرانسې ته بایلوده خو ځان یې د یوه ښې لوبډلې په توګه وړاندې کړ.
سویس
له دې کبله چې سویس له فرانسې سره پوله لري نو ډیر شمیر مینه وال یې دې هیواد ته راغلي دي.
روسیه
د انګلستان او روسیې د ملي تیمونو د مینه والو تر منځ نښتو سختې اندیښنې راپارولي دي. خو دغو مینه والو بیا د لوبې پر مهال جنجال رامنځته نه کړ.
انگلستان
د انګلستان د لوبډلې مینه وال تمه لري چې سږ کال به یې لوبډله په اروپايي اتلولیو کې ښه وځلیږي.
ولز
ولز هم د لومړي ځل له پاره په اروپايي اتلولیو کې لوبیږي له همدې کبله یې مینه وال ډیر خوشحاله دي.
سلواکیا
د دې لوبډلې یوه مینه وال پر خپل مخ باندې د خپل هیواد بیرغ کاږلی دی.
آلمان
آلمان اوس د نړۍ اتله لوبډله ده. د دې لوبډلې مینه وال تمه لري چې لوبډله به یې اروپایي جام هم خپل کړي.
پولنډ
پولنډ تر دې مخکې د اروپايي جام کوربه توب هم پر غاړه لرله او اوس هم ډیر مینه وال لري.
اوکراین
اوکراین هم تر دې مخکې د اروپايي جام کوربه وو خو په دې جام کې یې له آلمان سره په خپله لومړۍ لوبه کې ماتې وخوړله.
شمالي ایرلند
د شمالي ایرلند مینه وال د خپلې لوبډلې د جامو په اغوستلو د هغوی ملاتړ کوي.
هسپانیا
هسپانیا په ۲۰۰۸ او ۲۰۱۲ کلونو کې د اروپا اتلولي ګټلي دي. سږ کال دغه هیواد له خپلې قهرماني دفاع کوي او له همدې کبله د خپلو مینه والو له سخت ملاتړ څخه برخمن دی.
ترکیه
ترکیې هم په اروپايي جام کې خپله لومړي بایلوده خو مینه وال یې ډیر دي.
کرواسیا
د کرواسیا مینه وال سخت د خپلې لوبډلې ملاتړ کوي. هغوی ډیر وخت د لوبې پر مهال د خپلې لوبډلې جامې پر تن کوي.
ایټالیا
که څه هم ایټالیا د اروپا جام اتلولۍ په اوسینوسیالیو کې د مدعیانو په ډله کې نه ده، خو لاجورد لرونکو کالو مینه وال یې هیله من دي چې ملي لوبډله به یې ښه وځلیږي او پر مخالفو ټیمونو به برلاسي شي.
بلجیم
بلجیم د فرانسې له گاونډیو هیوادونو څخه شمیرل کیږي او ډیر شمیر مینه وال د خپلې لوبډلې د ملاتړ له پاره فرانسې ته تللي.
سویډن
د سویډن د فوټبال ملي لوبډله د اسکندیناوي هیوادونو له ډلې څخه دی چې د ۲۰۱۶م کال اروپایي اتلولۍ کې برخه لري. د سویډن هیواد مینه وال ژړ رنگ کالي لرونکي مینه وال هیله من دی چې ملي ټیم به یې د زلاتان ابراهیموویچ، په ځلیدو سره وتوانیږي بل پړاو ته لار ومومي.
آیرلنډ
آیر لنډ هم د اروپايي اتلولۍ کې د گډون کوونکو يه ډله کې دی. آیرلنډیان د فوټبال د نړۍ زیات پلویان او سوله خوښونکي بلل کیږي.
اتریش
که څه هم اتریش له فرانسې سره پوله نه لري، خو ډیر شمیر اتریشیان د خپل ملي ټیم د ملاتړ او د لوبو د لیدلو له پاره فرانسې ته تللي دي.
پرتگال
پرتگال هم له هغو هیوادونو څخه دی چیرې چې لومړی خبره د فوټبال په هکله کیږي. په ټیم کې د کریستیانو رونالدو حضور په ۲۰۱۶م کال اتلولۍ د هغې د پلویانو هیلې ډیرې کړي دي.
ایسلند
ایسلند هم بل هغه سکاندیناوي هیواد دی چې په اروپا جام سیالیو کې لوبیږي. د دغه هیواد ډیر شمیر خلک د خپل ملي ټیم د ملاتړ له پاره فرانسې ته تللي دي.
هنگري
د هنگري ملي ټیم د ختیځي اروپا لوبډله ده چې په سږني اروپایي اتلولیو کې برخه لري.