په اروپا کې د الوتکو د رالویدو ستري پيښي
په ۲۱ پیړۍ کې په اروپا کې د الوتکو د رالویدو ځینو خونړیو پيښو ته دویچه ویله د انځورونو په دغه ګالرۍ کې کتنه کوي.
جرمن وینګر ایر بس A320
د جرمن وینګز ایر بس A320 ډوله الوتکه د ۲۰۱۵م کال د مارچ میاشتې پر ۲۴ نیټه د فرانسې د الپ په غړونو کې راولویده چې د دوسلدورف ښار پر لور روانه وه. په الوتکه کې ټول ۱۴۴ مسافر او د عملي شپږ کارکوونکي ووژل شول. مرستیال پيلوټ چې رواني ناروغه وو په قصدي ډول الوتکه رانسکوره کړه.
مالیزیایي الوتکه MH17
د ۲۰۱۴م کال د جولای میاشتي پر۱۷مه نیټه د اوکراين په ختيځ کې يوه مالیزیایي مسافر وړونکې الوتکه وويشل شوه. ويل کيږي دغه الوتکه د اوکراين ياغيانو ويشتلې ده. الوتکه له امستردام څخه د کوالالمپور پر لور روانه وه. په الوتکه کې سپاره ټول ۲۹۸ تنه ووژل شول چې ۱۹۳ یې هالنډیان ول.
د پولنډ د ولسمشر وژل
د پولنډ د هوایي ځواک یوه الوتکه چې ولسمشر لیش Kaczynski پکښې سپور وو د ۲۰۱۰م کال د اپریل میاشتې په لسمه نیټه کې د روسیې سمالينسک هوايي ډګر ته څیرمه راولویده. د روسیې او پولنډ پلټونو ومونده چې د سختې لړۍ پر مهال پیلوټ د ناستې پر وخت تیروتنه کړې. په دغه پيښه کې تر۹۰ زیات انسانان ووژل شول. د لیش غبرګولی ورور جاروسلاف ... (په پورتني انځور کې) د الوتکې رالویدل سیاسي ترور ياد کړ.
ایر فرانس پرواز ۱۴۴
د ایر فرانس هوایي شرکت یوه الوتکه د ۲۰۰۹م کال د جون په ۱ نیټه له ريو دي ژېنېرو څخه د پاریس پر لور د الوتنې په ترڅ کې په اتلانتیک کې راولویده. په الوتکه کې سپاره تول ۲۲۸ کسان ووژل شول. د بلېک باکس (پورتنی انځور) چې د الوتکې د پرواز ټول ارقام پکښې ثبت وي موندلو دوه کاله وخت ونیو. دغه آله د سمندر په تل کې وموندل شوه. د تحقیقاتو له مخې تخنیکي خرابي او د پيلوټ تیروتنه دواړه د الوتکې د رالویدو سبب شول.
هسپانوي الوتکه
د سپین ایر، MD-82 ډوله الوتکه د ۲۰۰۸م کال د اګست میاشتې پر شلمه نیټه په مادرید کې تر پرواز کولو وروسته رالویده او ۱۵۴ تنه پکښې ووژل شول. په حیرانونکي توګه ۱۸ کسان د الوتکې د رالویدو او د سخت اور څخه ژوندي ووتل. د الوتکې د رالویدو علت د وزرو د سیستم سم نه عیارول او د پيلوټ له لوري تر پرواز دمخه د چیک لیست نه تعقیبول وو.
پولکوف هوايي شرکت، ۶۱۲ پرواز
یوه روسۍ مسافر وړونکي الوتکه چې د پالکوف هوايي چلن له شرکت سره وه، د ۲۰۰۶م کال د اګست میاشتې پر ۲۲ نیټه د اوکراین په ختیځ کې د دونیڅک ښار ته څیرمه راولویده. په الوتکه کې سپاره ټول ۱۷۰ تنه ووژل شول. دغه الوتکه له سنت پیترزبورګ څخه د تورې بحیري د آناپا پر لور روانه وه.
د هیلیوس هوایي شرکت ۵۲۲ پرواز
د هیلیوس هوایي شرکت یوې الوتکې د ۲۰۰۵م کال د اګست میاشتې په ۱۴ نیټه له قبرص څخه د آتن پر لور پرواز کاوه چې خپل هدف ته نزدې راولویده او په الوتکه کې سپاره ټول ۱۲۱ کسان ووژل شول. د الوتکې د رالویدو علت په کابین کې د هوا د فشار کمیدل وو چې عمله یې له حرکته لوېدلې وه. الوتکې په اتوماتیک ډول تر هغه وخته پرواز کاوه چې تیل یي خلاص شول.
اس اې اس پرواز ۶۸۶
د ۲۰۰۱م کال کا د اکتوبر مياشتي پر اتمه نیټه سکنداناوي ام دي ـ ۸۷ هوایي شرکت الوتکه له یوې کوچنې سیسنا ډوله الوتکه سره د پرواز کولو پر مهال وجنګیده. په دواړو الوتکو ې کې ۱۱۴ کسان او همداشان څلور کسان په ځمکه ووژل شول. پيښه د سختو لړو پر مهال رامنځ ته شوه.
د ایر افرانس، کونکورد پرواز
د ۲۰۰۰م کال د جولای میاشتې پر ۲۵مه نیټه د فرانسې کونکورد الوتکه چې له پاریسه، نیویارک ته روانه وه، تر پرواز کولو دوې دقیقه وروسته راولویده. په الوتکه کې سپاره ټول ۱۰۹ کسان ووژل شول او همداشان د الوتکې د رالویدو پر مهال پر ځمکه څلورو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. د الوتکي د راولېدو علت پر ځغاستلیکه پرتو باطلو موادو باندي د الوتکې تر تیریدو ورسته د ټایرونو پرچې ټانکې ته رسېدلي او يې اخيتسی.