په اروپا کې ترټولو ښکلي طبیعي منظرې
دوبی، لمر، طبیعت، هغه څوک چې د ساتيري او اغیزمن طبیعت له پاره لیواله دي په اروپا کې ډېر امکانات شته. موږ ترینه ۱۰ طبیعي منظرې او ملي پارکونه غوره کړي دي.
فنلند، د هوسا ملي پارک
د لږ ښه چانس سره، تاسو کولی شئ د فنلنډ په شمال ختیځ کې نسواري خرس ومومئ. هغه حیوانات چې فکر کیږي، د نړې په بل ځای کې ورک شوي دي. د دې مخروطي ځنګلونو او کرسټال په څير روښانه د اوبو جهليونو سره، ملي پارک د هرچا له پاره د خوښي وړ ځای دی.
سويدن، د سریک ملی پارک
دلته هم سيلانيان د ښار له ګڼې ګوڼې څخه لرې وي. د سویډن لیپلینډ پراخه او په بشپړ ډول له خلکو خالي سیمه د سيلانیانو له پاره جنت دی. ځینې وختونه مشهور شمالي غروب دلته لیدل کیدی شي. تاسو حتی کولی شئ په ځنگل کی خيمه ووهئ او خپل وخت په کې تیر کړئ.
د ناوري جوتنهایمن
جوتنهايمن چې معنی یې د«ديوانو کور» دی او په ناروې کې د غرونو تر ټولو لوړه سلسله ده. د نورډیک افسانې او وحشي منظرو مینه وال به دلته د دوی د پیسو ارزښت ترلاسه کړي. د لیدو وړ زمردي رنگه شنې اوبه هم دي.دغه کنگل وهلي اوبه ورته لا ښکلا ورکوي.
جرمني، چک جمهوریت, د ایلب سانډسيون غرونه
د ایلب سانډسټون غرونه سیلانیانو ته د جرات وړاندیز کوي.
بلجیم، جرمني, لوړ فینس
د آلمان - بیلجیم هوهيز طبیعي پارک د مورلینډ پراخه منظره لري چې بل ډول يې یوازې په لوړو عرض البلدونو کې موندل کیږي. دا د ټاکل شوي لارو او د جغرافياوي فاصلو په کارولو سره سپړل کیدی شي.
کروشیا، د ملي پارک پليتویس خوړ
دا پرته له دلیل نه ده چې په کروشیا کې تر ټولو لوی او زوړ ملي پارک د «شنې خزانې» په نوم یادیږي. په دې سیمه کې ۱۶ لوی او کوچني جهيلونه شامل دي چې د يو موتی په څیر سره یوځای شوي دي. دلته تاسو کولی شئ د مشهورو آبشارونو په ليدلو حیران شئ چې د کارل می په زاړه فلمونو کې لیدل کیدی شي.
البانيا اسکادر جهيل، مونټينيګرو،
د سکادر جهيل د بالکان په ټاپووزمه کې تر ټولو ډيرې اوبه دي، که څه هم د هغې دقیقه ساحه په موسم پورې اړه لري. دلته تاسو کولی شئ د بیسکا، ګورسیا او ماراکنک بندرونو ټاپوګانو ته په کښتۍ کې سفرونه او سیاحت وکړئ یا د مهاجرو مرغیو ستاینه وکړئ چې طبیعي منظره د استراحت او د نسل اخيستنې د پالني ځای په توګه کاروي.
ايټاليا، سینکوي تيره
ملي پارک «سينکو تيره» په نړیواله کچه د خپلو سيلانيانو له پاره د سفرونو او د کب نیولو په زړه پورې کلیو له پلوه مشهور دی. دا د لیګوریا په ساحل کې موقعیت لري، دغه ملي پارک چې د یونیسکو نړیوال میراث ځای دی، د لیدلو، آرامۍ او په پلي توگه د سفر له پاره پراخ فرصتونه وړاندې کوي.
فرانسه، کالانکس
د کالانکس ملي پارک د فرانسې د سویلي ښار مارسیل څخه لرې نه دی. ساحلي منظره د فجورډ په څیر خلیجونو او د لیمويي ډبرو په زړه پورې جوړښتونو سره اغيزه کوي چې د مدیترانې سمندر ته په ګړندۍ توګه ښکته کیږي. د نباتاتو ډولونه لکه «سابلین ډی مارسیل» چې د نړۍ په بل ځای کې نه موندل کیږي، په دې اکوسیستم کې وده کړې.
هسپانيا، اورديسا مونته اوردیدو ملي پارک
د هسپانیا د پیریننس په برخه کې ملي پارک، چې په ۱۹۹۷م کال کې د یونیسکو نړیوال میراث په توگه علان شو، د لوړو ژورو غرونو او بې ساري ډبرينو جوړښتونو سره څانگړتيا لري.