په اتریش کي په يوه لارۍ موټر کي ۲۰مهاجر مړه سوي
۱۳۹۴ شهریور ۵, پنجشنبهد خبري آژانسونو د رپوټونو له مخې په یوه بار وړونکي لارۍ کې د کډوالو مړي موندل شوي دي. د پولیسو د خبر له مخې دغه لارۍ د ویانا په سویل کې پر عمومي لار موندل شوې وه.
په پام کې ده چې په دې هکله نور جزئیات د اتریش د کورنیو چارو وزیره یوهانا مکل لایتنر، په یوه مطبوعاتي کانفرانس کې وړاندې کړي.
د (APA) په نوم خبري آژانس د پولیسو په حواله خبر ورکړی دی چې په لارۍ کې ۵۰ تنه کډوال مړه شوي دي. په ویانا کې د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي دي: «یوه بار وړونکي لارۍ له جسدونو څخه ډکه ده.»
د «کرونین څایټونگ» د معلوماتو له مخې دا ددې نښانه ده چې د دغو کسانو د لارۍ د بار وړلو په ځای کې ساه بندې شوې وي.
د ختیځ پر لور مهم مسیر
دغه لارۍ د نیوزیدل او پارن دورف تر منځ موندل شوې ده. د پیښې ځای د هنگري سرحد ته څیرمه دی. د (A4) په نوم عمومي لار له ویانا څخه د هنگري او سلواکیا پر لور مهم مسیر گڼل کیږي.
د اتریش د کورنیو چارو وزیري یوهانا مکل لایتنر، ویلي دي: «دغي تراژیدۍ موږ ټول غمجن کړي يو.» د هغې په وینا د انسانانو قاچاق کوونکي جنایت کاران دي.