په آلمان کې د مسلکي کسانو د کمښت په هکله نوی ریکارډ
۱۴۰۲ فروردین ۲۸, دوشنبهپه جرمني کې د (Kofa) په نوم تجارتي مؤسسې یا "د مسلکي قوي د تأمین له پاره د صلاحیت د تشخیص مرکز" اعلان کړی دی چې د اوکراین د جګړې او لوړ انفلاسیون له امله پر اقتصادي فشار سربیره، بیا هم په ۲۰۲۲ کال کې د مسلکي کسانو کمښت یوې نوې ریکارډ کچې ته ورسید.
نوموړی مرکز په خپل تازه رپوټ کې وایي چې تیر کال ۶۳۰ زره کارځایونه د مسلکي کسانو له خوا نه دي ډک سوي، دا ځکه چې د آلمان په دننه کې پر دغو شرایطو برابر کسان موجود نه ول.
ددغي څیړنی پر بڼسټ د ماهرو کسانو کمبود په ځانگړي ډول د روغتیا، ټولنیزو چارو، زده کړو او همدارنگه ساختماني چارو، نقشه جوړولو او مهندسۍ د خدماتو په برخه کی له ورایه ښکاریده.
جرمني: اقتصاد د مهاجرت مقرراتو د ساده کولو غوښتنه کوي
په دغو برخو کې له هرو لسو ځایونو څخه ۶ یې خالي ول. د طبیعي علومو، جغرافیې، او د اطلاعاتو د تخنیک په برخه کی دغه کمبود له متوسطې کچی څخه لوړ وو.
د نوموړي څیړنی له مخی د تجارتي خدماتو او راکړه ورکړو، هوټل دارۍ او سیاحت په برخه کی په ۲۰۲۲ کال کې د مسلکي کسانو کمبود ۳ برابره سوی دی او له هر ۱۰ ځای څخه ۳ یې نه دی ډک سوی.
د کرونا له وبا وروسته په دې برخه کې مسلکي کسانو ته ډیره اړتیا احساس سوه.
د (Kofa) په حواله هر څومره چې د اړتیا وړ صلاحیت ډیر وي، په هم هغه اندازه په مسلکي کسانو د خالي کارځایونو ډکیدل سخت وي. په خاص ډول د کمپیوټر د علومو، د برق د مهندسۍ، د ساختماني چارو د تنظیم او څارنې په برخه کې کارپوهانو ته اړتیا موجوده ده او په دې برخو کې له هرو ۱۰ ځایونو څخه ۹ یې ونه سوای کولای پر مناسبو شراطو ولاړ مسلکي کسان پیدا کړي.
جرمني: شرکتونه باید زړو کسانو ته کارونه ورکړي
د «ایفو» په نوم د اقتصادي څیړنو د مؤسسې رئیس کلمنس فوست، په یوې مقاله کې لیکلي دي چې شرکتونه کولای سي د معاشونو په لوړولو او بهتره کاري شرایطو سره له نوموړې ستونزۍ سره مقابله وکړي.
معاشونه او ښه کاري شرایط په خاص ډول په هغو ځایونو کې چې د بازار له امله ډیر کښته وو، په تیر کال کې ښه سوي دي او که غیر مسلکي کسان ډیره گټه پورته کړي، بیا نو دغه نابرابري هم راکمیږي.
د جرمني د تجارت او صنایع د خونی (DIHK) د ټولپوښتنی له مخی چی د نوي میلادي کال په سر کی له ۲۲ زرو شرکتونو څخه تر سره سوه ، په سلو کی ۵۳ آلماني شرکتونو ویلی چی د نوو کاري قوې په استخدامولو کی له ستونزو سره مخامخ دي.
د کرونا وبا او د اوکراین پر جګړې سربیره، د آلمان د کار په بازار کې وضعیت تر یو ځایه همداسي ثابت دی، خو اوس د کاري قوې کمښت د دغه هیواد د اقتصاد په یوه لوی چیلنج بدل سوی دی.
د کومو هیوادونو مسلکي کسان جرمني په زړه پوري بولي؟
د احصاییو له مخې د جرمني د کار په بازار کې د رامنځته سوو مشکلاتو د راکمولو له پاره، هرکال ۴۰۰ زره مسلکي مهاجرو ته اړتیا سته او که د هغو د کمبود د له منځه وړلو له پاره کوم اقدام ونه سي، د آلمان د کار بازار به تر ۲۰۳۵ م کال پوري تر اوه میلیونه کاري قوې له کمښت سره مخامخ سي.
GP/SR/DW.Farsi