په آلمان کي خلک څنګه واکسین کیږي؟
د اروپا د دوا جوړولو آژانس (EMA)، د فایزرـ بیونتک واکسین تائید کړل. آلمان خپلو خلکو ته د واکسین لګولو له پاره ستر مرکزونه آماده کړي. په آلمان کي د واکسیناسیون د پروګرامونو او هلو ځلو په اړه انځورونه دلته لیدلی سئ:
د واکسین تطبیق ته لار هوارول
د اروپا د دوا جوړولو آژانس (EMA)، د فایزرـ بیونتک د واکسین مؤثریت تائید او په دې ډول یې اروپایي اتباعو ته د واکسین لګولو له پاره لاره هواره کړې ده.
د واکسیناسیون په سلونو مرکزونو جوړول
په آلمان کي په لومړي پړاو کي د واکسین لګولو مجموعاً ۴۱۰ مرکزونه جوړ سوي چي د ښاریانو د واکسین لګولو دنده یې پر غاړه ده. په بل پړاو کي ډاکټران هم کولای سي، خلک واکسین کړي. په دوسلدورف کي د واکسیناسیون د یوه مرکز انځور.
د واکسین د چمتو کولو دنده
د واکسین د آماده کولو دنده د آلمان د حکومت پر غاړه ده. خو د واکسین لګولو د مرکزونو جوړول ایالتي حکومتونه پر غاړه اخلي. د شورین له ښار څخه د مکلنبورګ فورپومرن ایالتي لومړۍ وزیرې، مانویلا شوزیک لیدنه وکړه. هغه په خپله د سینې له سرطان څخه رغیدلې او بیرته خپلي وظیفې ته ورګرځیدلې ده.
له سیارو واحدونو څخه کاراخیستل
په لومړي پړاو کي به چي د دسمبر پر ۲۷ مه پیلیږي، سیار واحدونه به د زړو کسانو پالنځایونو ته ولاړ سي او د هغه ځای اوسیدونکي او پرسونل به واکسین کړي.
له سترو موجودو تاسیساتو څخه استفاده
د آلمان په ډیرو لویو او کوچنیو ښارونو کي ورزشي صالونونه، ستودیمونه او یا هم د نندارو مرکزونه په یو څه تغییر سره، د واکسیناسیون په مرکزونو اوښتي دي. په دغه انځور کي د فرانکفورت د واکسیناسیون یو مرکز لیدل کیږي.
د بیلابیلو بنسټونو همکاري
په دا وروستیو اونیو کي بیلابیلو بنسټونو لکه سره صلیب، نظامي واحدونو او همدارنګه د تخنیکي مرستو مرکزونو د واکسیناسیون د مرکزونو په جوړولو کي ونډه درلوده.
د لومړیتوبونو ټاکل
د رابرت کوخ په انستیتوت کي د استیکو په نامه د واکسین لګولو دایمي کمیسیون، آلماني اتباع د عمر، د ناروغۍ حالت او د هغه خطر پر اساس چی د کرونا له امله ورته پیښ وي، پر شپږو کتګوریو ویشلي دي چی په ترتیب سره به د لومړیتوبونو پر اساس واکسین سي.
د واکسین د تطبیقیدو بهیر
آلماني اتباع د لیک له لاري پر ټاکلي وخت واکسیناسیون ته راغوښتل کیږي. د دغې لوحې پر اساس چي د مونشن د واکسیناسیون په مرکز کې ځړیږي، هر څوک چي واکسین کیږي، څلور پړاوونه تیروي. د نوم ثبتول، د واکسین له پاره د انتظار وخت، واکسیناسیون او تر واکسین وروسته په مرکز کي د ډاکټرانو ترڅارنې لاندي پاته کیدل.
په بیلابیلو ژبو معلومات ورکول
واکسین سوي کسان په دغه صالون کي تر یو وخت پورې تر صحي مراقبت لاندي وي او که د واکسین په وړاندي عکس العمل ونه ښیې بیا نو رخصتیږي. د کولن په ښار کي دغه ځړول سوې لوحه په آلماني، انګلیسي او ترکي ژبو لیکل سوې.
د پرسونل آماده کول
ټول هغه پرسونل چي د جرمني د واکسیناسیون په مرکزونو کي کار کوي، روزنه ورکړل شوې او په دې ورځو کي د تمرین په حال کي دي. په دغه انځور کي د راینلند فالڅ د ایالت د تریر په ښار کي د واکسیناسیون د مرکز د پرسونل تمرینونه لیدل کیږي.
د خلکو پوښتنې ځوابول
ډاکټران او آن متقاعد ډاکټران هم د واکسیناسیون په مرکزونو کي حاضر دي او د خلکو پوښتنو ته به جواب ورکړي. په دې برخه کي هم لازمې زده کړي او تمرینونه ترسره کیږي. په انځور کي کیڼي خواته ډاکټر کلاوس واینر ناست دی چي د بمبیرګ د ښار د واکسیناسیون په مرکز کي د خلکو پوښتنې جوابوي.
د واکسین دوې مرحلې
د آلمان د روغتیا وزارت د اعلان پر اساس، د کرونا د واکسین د ۱۳۶ میلیونه او ۳۰۰ زرو دوزونو په آماده کولو سره به، د دغه هیواد شاوخوا ۸۳ میلیونو اتباعو څخه ۶۸ میلیونه او ۲۰۰ زره کسان په دوو مرحلو کی په راتلونکي میلادي کال کي واکسین سي. دلته په هامبورګ کي د واکسیناسیون یو مرکز لیدل کیږي.