په آلمان کي بریښنا تر بل هر وخت گرانه سوې
۱۳۹۸ شهریور ۳۱, یکشنبهپه آلمان کي د کورونو د بریښنا بیه خپل اوج ته رسیدلې ده او یو کیلوواټ په اوسط ډول تر ۳۰ سنته هم اضافه سوې دې. دا که څه هم د تیر کال عین وخت په مقایسه یو سنت ډیر دی خو کله چي یوه کورنۍ په کال کې په زرونو کیلوواټه بریښنا مصرفوي، بیا نو ورباندي ډیري پیسې راځي.
د گاز بیه هم لوړه سوې
له ۲۰۱۴م کال راهیسې د لومړي ځل له پاره گاز هم گران سوی دی. هغه په متوسط ډول ۴،۵ سنته لوړ سوی او ۶،۳۴ سنتو ته یې بیه رسیدلې ده.
د جاپان د فوکوشیما اټومي فاجعې په نتیجه کي د آلمان دولت پریکړه وکړه چې نور به د هسته يي انرژۍ څخه استفاده نه کوي او په راتلونکو دوو کلونو کي به ورڅخه راکښته کيږي. پر دې سربیره اقلیم ته د ډبرو سکرو د تاوان له کبله هم باید له دې طریقه تولیدیدونکي انرژي څخه هم کار اخیستنه کمه شي. کارپوهان وایي چي دغه اقدامات د بریښنا د بیې د لوړیدو لامل ګرځیدلي دي.
(qn/ms (dpa