په آسیا کپ کې افغانستان له چا او کله لوبې لري؟
ټاکل شوې چې د ۲۰۱۸م کال آسیا کپ د سپتمبر میاشتې په ۱۵ نیټه د متحده عرب اماراتو په دوبۍ ښار کې پیل شي. په دې جام کې یو ځای لا هم خالي دی چې د کوالیفایر سیالیو ګټونکی به دغه ځای ډک کړي.
د ۲۰۱۸م کال د آسیا کپ سیالیو مهالویش تائید شوی دی. تر اوسه پورې افغانستان، هندوستان، پاکستان، سریلانکا او بنګلدیش هغه هیوادونه دي چې په دې سیالیو کې برخه اخلي. په دې سیالیو کې یو خالي ځای به د متحده عرب اماراتو، سنګاپور، عمان، نیپال، مالیزیا او هانګانک ترمنځ د روانو سیالیو اتل ډک کړي.
د دې لوبو په الف ګروپ کې هندوستان، پاکستان او د روانو کوالیفایر سیالیو اتله لوبډه قرار لري. په ب ګروپ کې بیا سریلانکا، افغانستان او بنګله دیش دي.
د دې سیالیو لومړۍ لوبه د سپتمبر میاشتې په ۱۵ نیټه د متحده عرب اماراتو په دوبی ښار کې د بنګله دیش او سریلانکا ترمنځ وشي.
د سیالیو دویمه لوبه بیا د سپتمبر میاشتې په ۱۶ نیټه د پاکستان او د کوالیفایر سیالیو د اتل ترمنځ ترسره کیږي. تر اوسه د کوالیفایر سیالیو اتل لا معلوم نه دی.
د سپتمبر میاشتې په ۱۷ نیټه به افغانستان د خپلې لومړۍ لوبې له پاره د ابو ظبي په ښار کې له سریلانکا سره د لوبې میدان ته ووځي.
د سپتمبر میاشتې په ۱۸ نیټه بیا هندوستان په دوبی ښار کې د کوالیفایر سیالیو له اتل سره د لوبې میدان ته وځي.
د سپتمبر میاشتې په ۱۹ نیټه به د تیر کال سیالیو اتل یعنې هندوستان خپل بخت له پاکستان سره وازمويي.
د دې سیالیو په ګروپي سیالیو کې وروستی لوبه د سپتمبر میاشتې په ۲۰ نیټه د افغانستان او بنګله دیش ترمنځ پلان شوې ده. دغه لوبه د متحده عربي اماراتو په ابوظبي ښار کې پلان شوې ده.
د دې سیایلو سوپر فور یا د څلورو غوره لوبډلو لوبې بیا د سپتمبر میاشتې په ۲۱ نیټه پیلیږي. د سوپر څلور پړاو لومړۍ لوبه د الف ګروپ د ګټونکي او د ب ګروپ د دویم مقام لرونکي ترسره کیږي.
د سوپر څلور دویمه لوبه هم د سپتمبر میاشتې په ۲۱ نیټه د ب ګروپ د ګټونکي او د الف ګروپ د دویم مقام لرونکي ترمنځ ترسره کیږي.
د سوپر څلور د لړۍ دریمه لوبه د سپتمبر میاشتې په ۲۳ نیټه د الف ګروپ د ګټونکي او د الف ګروپ د دویم مقام ترمنځ ترسره کیږي.
د سوپر څلور پنځمه لوبه هم د سپتمبر میاشتې په ۲۳ نیټه د ب ګروپ د ګټونکي او د ب ګروپ د دویم مقام لرونکي ترمنځ ترسره کیږيږ
د دې لړۍ شپږمه لوبه د سپتمبر میاشتې په ۲۵ نیټه د الف ګروپ د ګټونکي او د بې ګروپ د ګټونکي ترمنځ ترسره کیږي.
د دې لړۍ وروستی او اومه لوبه بیا د سپتمبر میاشتې په ۲۶ نیټه د الف ګروپ د دوهم مقام لرونکې لوبډلې او د بې ګروپ د دویم مقام لرونکې لوبډلې ترمنځ ترسره کیږي.
د آسیا کپ پای لوبه بیا د سپتمبر میاشتې په ۲۸ نیټه د متحده عرب اماراتو په ابوظبي کې ترسره کیږي.