پنټاګون اوکراین سره د ۳۰۰ ميلیون ډالرو مرستې اعلان وکړ
۱۴۰۱ فروردین ۱۳, شنبهد فرانسې خبري آژانس د شنبې ورځې رپوټ په حواله، اوکراین سره دغه مقدار پیسې به پر هغو ۱ اعشاريه ۶ میليارډه ډالرو مرستې ور زیاتې شي چې واشنګټن ېې اوکراین ته د ورکړې ژمنه د روسېې تر يرغل وروسته د فبرورۍ میاشتې په وروستیو کې کړې وه.
رپوټ وايي چې د مرستې په دغې کڅوړه کې د لایزر رهبري شویو توغنديو سیستم، ډرون، مهمات، شپې لیدونکي تجهیزات، تکتیکي امن مخابراتي سیستم، درمل او زرهدار وسایط شامل دي.
د پنټاګون ویاند، جان کربي په یوه اعلاميه کې ويلي دي: «دغه تصمیم د اوکراین حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتيا ته د امریکا متحده ایالاتو پر نه ماتیدونکې ژمنې ټينګار کوي.»
سپېنې ماڼۍ په يوه اعلاميه کې وويل چې جمهور رئیس جو بایدن د چهارشنبې په ورځ د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زيلنسکي سره د اوکراین پوځ سره د «اضافي قابلیتونو» د مرستې په اړه خبرې وکړې.
ماريوپول کې د ملکیانو تخليې ته هيلې
د اوکراین د ولسمشر، ولاديمیر زیلنسکي يوه سلاکار، اولیکسي اریستوويچ د شنبې په ورځ د ماريوپول څخه د ملکيانو د تخليې په تړاو د ښو خبرونو په اړه خوشبينې ښکاره کړه. هغه وویل: «په استانبول کې زموږ مرکچي پلاوی د روسېې-اوکراین د سولې په خبرو کې د ملکيانو د تخلېې په اړه یو توافق ته رسیدلي دی.«
اریستوويچ زیاته کړه: «زه فکر کوم چې موږ به نن او يا ښايي سبا د ماريوپول د اوسیدونکو د تخليې په اړه ښه خبرونه واورو.«
زياته شوې چې د سره صلیب نړيوالې کميټې د جمعې په ورځ یو ټيم استولی تر څو د دغه ښار په اطرافو کې د شاوخوا ۵۴ اوکرايني بسونو او نورو نقلیه وسایطو مدیریت وکړي. خو دغه ټيم بیرته راوګرځيد او وې ويل چې وضعیت د تخلیې وړ نه وو او دوی به د شنبې په ورځ چې نن ده بیا هڅه وکړي.
ماريوپول د اوکراین په سویل دونباس سیمه کې پر اوکراین د روسېې د يرغل له پيل راهیسې، مسکو له پاره یو مهم هدف ګڼل کيږي. رپوټونه وايي چې ماريوپول کې په لسونو زره ملکیان بند پاتې دي. د اوکراين جګړه له پنځمې اوونۍ هم اوښتې ده.