1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پلوسي له دوبنیو روخصتیو څخه د مجلس استازي ورغوښتي

۱۳۹۹ مرداد ۲۷, دوشنبه

په امریکا کې د پوستې له طریقه د رای ورکونې په هکله شخړې زور اخیستی. د امریکا د پوست برخلیک هم مطرح دی. د استازو مجلس مشرې د دوبنیو رخصتیو د پای ته رسولو او د ترمپ له سیاست سره د مقابلې کولو غوښتنه کړې.

https://p.dw.com/p/3h40Q
COP25 25. UN-Klimakonferenz in Madrid | Nancy Pelosi
انځور: picture-alliance/AP Photo/C. Comas

د دیموکراتانو د هڅو موخه د داسې قانون تصویبول دي چې د پوست د دفتر په فعالیتونو کې د بدلون مخه ونیسي. ترمپ د پوستې له لارې د رای ګیرۍ مخالف دی او وایي چې د امریکا پوست د دې وړتيا نه لري چې وکولی شي پر وخت د رای اچونې په میلیونو پاڼې ورسوي.

ترمپ حتی ویلي دي چې که جمهوري غوښتونکي د پوستې له لارې د رای اچونې مخه و نه نیسي، په دې هیواد کې هیڅکله هم یو جمهوري غوښتونکی نه شی کولی د ولسمشر په توګه په سپینه ماڼۍ کې کښيني.

پلوسي د امریکا د استازو مجلس له غړو غوښتي دي چې خپل دوبنۍ رخصتي دې پای ته ورسوي او لاس په کار شي.

د استازو مجلس مشرې ویلي دي: «موږ په ټول هیواد کې انتخاباتو ته د زیان رسولو په خاطر د ولسمشر د تخریبونکي کمپاین د اغیزو شاهدان یوو. ترمپ اراده لري چې د امریکا پوستي سیستم ګډوډ کړي او له رای ورکونکو څخه د هغوی د رای ورکونې حق واخلي.»

پلوسي وویل چې د استازو مجلس باید د روانې اونۍ تر پایه پورې د هغه قانون په هکله رای ګیري وکړي، چې په دې هیواد کې د پوستي سیستم د تغیر مخه نیسي.

«د پوست مشر د ترمپ ملاتړی دی»

د جمعې په ورځ (د اګست میاشت ۱۴ نیټه) د امریکا د پوست داخلي اسناد د رسنیو لاس ته ورغلل. داسې اسناد چې د پوست اداره په اوس وخت کې د خطونو د تفکیک یا یو له بله د بیلولو د ماشينونو د راټولو په حال کې ده. حتی په امریکا کې د پوستي صندوقونو د کمیدو په اړه هم رپوټونه خپاره شوي دي.

د امریکا د دیموکرات ګوند لوړپوړي چارواکي دا ګام پوستي سیستم ته د دونالډ ترمپ د زیان رسونکي سیاست یوه برخه بولي.

د پوست ادارې ویاند د دې خپور شوي رپوټ په ځواب کې ادعا کړې ده چې په اوسنیو شرایطو کې د خطونو لیږل کم شوي دي، نو له دې امله لږو پوستي صندوقونو او د خطونو د تفکیک ماشینونو ته اړتیا لري.جو بايدن کماله هيرس د مرستيالې ولسمشري په توگه ټاکلې

هغه وویل چې دا یو عادي کار دی چې د پوست اداره یي د خپلو لګښتونو د کمولو له پاره کوي.

خو پلوسي د امریکا د پوست مشر لوئیز دجوی، د ترمپ یو د اعتماد وړو کسانو څخه بللی دی او ویلي يي دي چې د پوست اداره د دې ګام په پورته کولو سره اراده لري د امریکا د پوست سیستم ته زیان ورسوي او د خطونو په لیږد را لیږد کې د ځنډ رامنځته کیدو سبب شي.

د امریکا د استازو مجلس د مشرې په باور دا کار به د دې سبب شي چې ډیر خلک به ونه شي کولی په ټاکنو کې ګډون وکړي او د پوستي راګیرۍ له لارې د هیواد د برخلیک په ټاکلو کې ونډه واخلي.

لوئیر له می میاشتې راهیسې د امریکا د پوست د مشر په توګه ټاکل شوی او نانسي پلوسي هغه د ترمپ ملاتړی بولي.

په سنا مجلس کې د دیموکراتانو د فراکسیون مشر چاک شومر، په سنا مجلس کې د جمهوري غوښتونکو د فراکسیون له رهبر میتچ مک کونل، څخه غوښتي دي چې دوی دې هم د سناتورانو دوبنۍ رخصتي پای ته ورسوي، څو وکولی شي د دې موضوع په اړه دریځ خپل کړي.

د دواړو مجلسونو د استازو رخصتي د سپټمبر میاشتې پر ۸ نیټه پای ته رسیږي. خو دیموکراتان غواړي چې د استازو په رابللو سره د امریکا د پوست په برخه کې د ترمپ د سیاست د عملي کیدو مخه ونیسي.

د کرونا ویروس تر خپریدو وروسته د امریکا ډیر ایالتونه پوستي راګیرۍ ته د تقاضا پر ډیریدو حساب کوي. ترمپ د پوستي راګیرۍ مخالف دی او ادعا کوي چې پوستي راګیرۍ د درغلۍ امکان زیاتوی. دا په داسې حال کې ده چې دیموکراتان د پوستي رای ګیرۍ په شفافیت باور لري.

دویچه ویله: ش.ن/ ن.ز