پروازول: ميرکل دې په پناه غوښتنه کي قانون عملي کړی
۱۳۹۷ آبان ۲, چهارشنبهد آلمان له صدراعظمې انګلا ميرکل سره په ليدنه کې د مهاجرينو، بشري حقونو سازمان اداري چارو مدیر ګونتر بورکارد د پناه اخیستنې په بهیر کې په قانوني نيمګړتیاو نیوکه وکړه. بورکارد د سه شنبې په ورځ د فرانسې خبري آژانس ته وویل:« پناه ورکولو پريکړه بايد د محکمې له خوا کنترول کړای شي.»هغه وويل:«موږ په آلمان کې د پناه ورکولو قانونی مراحلو انتظار لرو.»
د سه شنبې په ورځ د آلمان له صدراعظمې انګيلا ميرکل سره د پناه غوښتونکو، مرستندویه ټولنو او فعالعينو سره بورکارد هم د صدارت په مانړۍ کې په يوه ليدنه کې برخه درلوده.
د پرو ازول انتقاد د آلمان پارلمان کيڼ اړخو ګوند هغه پوښتنې په هکله وو،چې د روان م کال د دويمي ربعې په اړه يې له حکومت څخه کړې وه. بورکارد د نیوکې تړواو له دې شمير سره وو،چې له جګړه زپلې هيواد افغانستان څخه پنځوس سلنه پناه غوښتونکو ته يې پناه ورکول کيږي. په بایرن کې د پناه غوښتونکو په لومړی مرکز ماشینګ کې دغه د پناه ورکولو شمير بيا ۲۷ سلنه دې.
دغه راز بورکارد دغه ستر توپير ته ګوته نیسې چې په انکه څينتروم کې پناه غوښتونکي دغه چانس نه لري چې د ځان له پاره مدافعي وکيل ونیسې.
انکرمرکز د دي له پاره جوړ شوې،تر څو آلمان ته د رارسیدلو پناه غوښتونکو پر دوسیو غور وکړي، که چيرې پناه غوښتونکې غوښتنه د منلو وړ وی پر هغې پريکړه وکړی او که نه وی له همدي ځاي څخه يې بيرته واستوي.
دغه مرکز، له ټولو څخه زيات د آلمان په حکومت کې د ايتلافی ګوند سی اس او په غوښتنه رامنځ شوي. دلته دوي د پناه غوښتونکو پر پناه اخیستې باندې غور کوي، بيلا بيل مسول چارواکي د پناه غوښتونکو پناه غوښتنه ارزوي او د دغه بهير چټکوالي له پاره کار کوي،تر څو د هغوي د ویستلو پروسه ګړندۍ کړي.
انتقاد کونکي بيا د دغې کاري بهير پر چټکتيا نیوکه کوي او وايې چې په دې سره پناه غوښتونکو چانس پناه اخیستنې له پاره نور هم کميږي.