پر هرات ولایت باندې ملخانو هجوم وروړی
د سه شنبې په ورځ د ملخانو سترې څپې پر هرات ولایت باندې هجوم وروړ. بزګران انديښنه لري چې دغه ملخان به یې حاصلاتو ته زیان واړوي، خو چارواکي وایي چې دا بومي ملخان دي او حاصلاتو ته به کوم زیان ونه رسوي.
دغو ملخانو له یوه اړخه د ښار څیره بدله کړې او له بل اړخه یې د حاصلاتو د له منځه وړلو په هکله د بزګرانو سخته انديښنه راپارولې.
هرات ته د دغې حشرې د هجوم وروړلو علت، په ګاونډیو ولایتونو کې د سخت توپانونو رامنځ ته کیدل او د هوا نامناسب وضعیت عنوان شوی دی.
خو د هرات ولایت د کرهنې ادارې مسوولین وایي چې دغه ډول بومي ملخانو حاصلاتو ته کوم زیان نه رسوي.
د هرات د کرهنې ادارې رئیس عبدالصبور رحماني وایي چې د دغې ادارې دوا پاشونکي ټیمونه ولسوالیو ته استول شوي دي او ځینې زراعتي ځمکې یې د دغو ملخانو د له منځه وړلو له پاره دوا پاشي کړي دي.
خو د زراعتي چارو پورهان وایي، چې معمولا هغه ملخان چې له ایران او ترکمنستان څخه افغانستان ته راځي او د مراکشي ملخانو په نوم مشهوره دي، د زراعتي حاصلاتو له پاره مضره دي خو دغه بومي ملخان به زیان رسونکي نه وي او په راتلونکو ورځو کې به له منځه ولاړ شي.
د هرات له ګاونډي ولایت فراه څخه هم داسې رپوټونه ورکړل شوي چې د ملخانو سترې څپې پر فراه ښار هجوم وروړی او خلک یې په حیرانتیا کې اچولي دي.
له بل اړخه د ملخانو راتګ په هرات کې د ماشومانو له پاره د خوښۍ سبب ګرځیدلی.
ماشومان په کوڅو، کورونو او آن د سړکونو پر سر له دغو بې آزاره ملخانو سره لوبې کوي او د کرونا ویروس یې هیر کړی دی.
تیر کال په همدې موسم کې هرات ښار ته د زرونو پتنګانو مهاجرت د ښار بڼه دومره ښایسته کړې وه چې د عامو خلکو ترمنځ د هرات ښار د ښایسته رنګونو پتنګانو په نوم مشهور شو.