پر مکرون باندې هکرانو بريد کړی دی
۱۳۹۶ اردیبهشت ۱۶, شنبهد کيڼ ليبرال کانديد، امانويل مکرون، انتخاباتي ټيم ويلي دي چې د دوی په زرګونو «اصلي سندونه» له نورو جعلي اسنادو سره يو ځای په انترنېټ کې خپاره شوي دي. په دې ترتيب ښايي ټاکل شوې وه چې د ياد کانديد په هکله غلط خبرونه خپاره شي. د مکرون ټاکنيز ټيم زياته کړې ده چې دا «يوه جدي پېښه» ده چې په حواله يې بايد هسې ونه زغمل شي ځکه چې هغه د دوی په خبره دموکراسۍ ته زيان رسوي.
همدا اوس په ډاګه شوي هکري يا نترنېټي بريدونه د مخکښ کانديد، مکرون، د «ان مارش» خوځښت د څرګندونو له مخې يو څو اوونۍ پخوا تر سره شوي ول. د تر اوسه نامعلومو هکرانو هدفونه برېښناليکونه، تړونونه او نور داخلي اسناد ول چې همدا اوس په انرنېټ کې خپاره شوي دي.
په فرانسه کې د ولسمشريزو انتخاباتو د څار دولتي سازمان رسنيو ته خبرداری ورکړی دی چې د امانويل مکرون د سياسي ډلې د هک شوو اسنادو له خپرولو څخه دې صرف نظر وکړي. د انتخاباتي مبارزې د څار ملي کميسيون د شنبې په سهار په خپله ويبپاڼه کې ليکلي دي چې د خلطو خبرونو خپرول ښايي جزايي تعقيب له ځانه سره ولري.
دغه کميسيون دا هم ويلي دي چې د جمعې په ورځ د مکرون د «ان مارش» غورځنګ له خوا ورته د هکري بريد په هکله خبرتيا ورکړل شوې وه. د خبرداري سربېره، افشا کوونکې صفحې ويکي ليکس دغه اسناد په خپله ويبپاڼه کې خپاره کړي دي. دغه خبره د «زويد دويچه څايتونګ» ورځپاڼې د شبنې ورځې په ګڼه کې راوستې ده. د ويکي ليکس په قول دا يوه «پراخه» افشاګري ده چې د هجم له مخې داسې لويه ده چې هيچا سل په سلو کې په جعلي ډول نه شوای هسې شکل ورکولای. ويکي ليکس دغه خبر د تويتر د لارې خپور کړی دی.
د فرانسې د کورنيو چارو وزارت تر اوسه پورې د دغو پېښو په هکله څه نه دي ويلي. په خبره يې د قانون له مخې منع ده چې له انتخاباتو مخکې داسې څرګندونې وشي چې ښايي د انتخاباتو پر پايله باندې تاثيرات ولري.
د انتخاباتي کمپاين پر کارکوونکو باندې بريدونه
د «پراخو او همغږي» شوو بريدونو تر شا کارپوهان د «پاون ستورم» په نوم د ډلې د مجرمو کمپيوټري متخصصينو لاس بولي. د معلوماتي ټکنالوژۍ د يوې کمپنۍ په حواله په تېرو څو اوونيو کې هغوی هڅه کړې وه چې د انتخاباتي مبارزې د کارکوونکو و شبکو ته ورداخل شي.
د مکرون کارکوونکي د جعلي برېښناليکونو د لارې ښايي دې ته راوستل شوي وي څو خپلو کمپيوټرونو ته مضر سافت وېر راکښته کړي چې د ننوتلو مستعار نومونه او پاسورډونه په لاس ورکوي. «پاون ستورم» د سايبري جاسوسۍ يوه تر ټولو پخوانۍ ډله ده چې کارپوهان ورته د مختلفو نومونو لاندې، لکه «فېنسي بېر»، «اپت ۲۸» او «سترونسيوم» د روسيې د «جي ار يو» په نوم پوځي څارګرې ادارې سره ربط ورکوي.
د کمپيوټرونو کارپوه، فايکه هېکبورد، چې د ترېند ميکرو په نوم په امنيتي شرکت پورې اړه لري، په اپريل مياشت کې ويلي وو چې د مکرون پر ډلې باندې د بريد په څېر په ورته تخنيک، هکرانو د امريکا متحده آيالاتو په ولسمشريزو ټاکنو کې د هيلري کلينټن او همداراز د آلمان د مسيحي دموکرات ګوند کمپيوټرونو ته په پټه لاره موندلې وه.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (23.04.2017):