پر محمد شهزاد یو کال بندیز ولګید
۱۳۹۸ مرداد ۲۷, یکشنبهد افغانستان تکړه توپ وهوونکي او ویکټ ساتونکی محمد شهزاد، تر دې مخکې د کریکټ بورډ له اجازې پرته له افغانستان څخه بهر سفر کولو له کبله د بورد تر څیړنو لاندې وو. د افغانستان کريکټ بورډ د یکشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د دسپلین کمیټې تر څیړنو وروسته، پریکړه کړې چې د یوه کال له پاره د محمد شهزاد قرار داد وځنډوي.
په اعلامیه کې راغلي دي: «محمد شهزاد د یوه کال له پاره په هیڅ رسمي نړیوالې او کورنۍ لوبه کې ګډون نه شي کولی.»
محمد شهزاد د افغانستان د کریکټ یو له ډیرې سابقه لرونکو لوبغاړو څخه دی، خو دی په عین وخت کې یو داسې لوبغاړی هم دی چې وخت ناوخت د دسپلین او یا هم د خپل وزن له کبله له ستونزو سره مخامخیږي.
هغه د کریکټ د یو ورځینو لوبو نړیوال جام پر مهال هم د ټپ له کبله له لوبډلې وایستل شو، خو شهزاد کابل ته له رسیدو سره سم ادعا وکړه چې روغ رمټ دی او نه پوهیږي چې ولې له لوبډلې بهر شوی دی.