پر سینه باندي عقاب
په هر لوی تورلمنت کي دجرمني فوټبال اتحادیه د ملي ټیم نوي تریکوتونه وړاندي کوي. خو هر یو د بریالیتوب سره ملگری نه وي. د فوټبال هره لوبه بل ډول وي
ټول سپین
نوی لباس دغه ډول معلومیږي ، لکه لوکاس پودولسکي چي اغوستی دی ، او غواړی په هغه سره په فرانسه کي د ۲۰۱۶ م کال د اروپا جام وگټي. دهغه غاړه داسي توره ده ، لکه په ۱۹۵۴ م کال کي د ملي ټیم د تریکوت غاړه. د ټیم کپتان باستیان شواین شټایگر هغه د بریالیتوب یوه نخښه بولي.
ټیم اود هغه لباس
د ۱۹۱۴ م کال نړیوال جام لباس په ایټالیا کی د ۱۹۹۰ م کال نړیوال جام را پیادوي چي پر سینه باندي سور ؤ. ارجنټاین ته د یو پر صفر گول په ورکولو سره هغه همداسي بریالی وه، لکه په ۱۹۹۰ م کال کي هم. پخواني تور نیکران په سپینو سره بدل سول.
د ۲۰۱۰ م کال د جنوبي افریقا نړیوال جام
درې خطونه، درې ستوري، دریم مقام خو دغه لباس د جنوبي افریقا په نړیوال جام کي ډیر بریالیتوب نه درلود . په هغه کي د اول وار له پاره د جرمني فوټبال اتحادیې لوگو«نښان» ورشامله سوه . خو بیا هم هغه د بریالیتوب له پاره کفایت ونه کړ.
په تورو کالو کي
د جرمني فوټبال اتحادیې تر جوړیدو مخکي مسابقې په تورو لباسونو کي تر سره کیدلې. ددې له پاره چي د هغه یادگار پاته سي، نو تر ۲۰۱۰ م کال وروسته هم په ټولو لباسونو کي تور رنگ موجود دی. ځکه چي تر اوسه پوري د جرمني ملي ټیم هیڅ نړیوال جام په تور لباس کي نه دی بایللی.
د۲۰۰۸ م کال اروپا جام کي پر سینه باندي توره دایره
ددغي اتلولی پر مهال پرلباسونو باندي توري دایرې ، د جرمني بیرغ او د ملي ټیم عقاب نصب سوي وه.دغه اتلولي چي په سویس او اطریش کي تر سره سوه ، الماني ملي ټیم تر فاینله پکښي ځان ورساوه.خو دهسپانيې په مقابل کي یې فاینل لوبه پریو پر صفر سره بایلوله.
دوبني احساسات
د جرمني ملي ټیم د ۲۰۰۶ م کال نړیوال جام په بهیر کي په خپل هیواد کي په ډیر ښه فوټبال سره خلک ډیر خوشاله او ورڅخه ډیر ښه هرکلی وسو. خو بیا یې لباسونه دومره خوندور نه وه . پر هغه باندي نازک تور، سور او طلايی خطونه ایستل سوي وه.
سره لباسونه د عصبانیت علامه
په عوض د پخوانیو زرغونو لباسونو باید په راتلونکي کي سره تریکوتونه واغوستل سي ، چي د عصبانیت علامه وه. خو هغه عملأ هغه ډیر لږ اغوستل سوي دي . یوازي په ۲۰۰۵ م کال کي د کپ ورکولو پر مهال سره لباسونه واغوستل سوه.
د دوه زرمي ماته
په لباس کي لږ رنگونه کار سوي دي، او ډیر یې تور دی. خو د ۲۰۰۰ م کال اروپا اتلولی کامیابي یې پکښي نصیب نسوه. په دغو لباسونه کي یې د پرتگال په وړاندي صفر پر درې سره سخت ماته وخوړه.
۱۹۹۸ م کال ، په فرانسه کي
پر سینه باندي په تور، سور او طلايي خطونو لباسونه سره د جرمني ملي ټیم په فرانسه کي نړیوال جام ته ورداخله سو. خو دغو لباسونو ټیم ته ډیر بریالیتوب ورپه برخه نه کړ. په یو پر څلرورم فاینل کي یې دکروشیا په مقابل کي بازي بایلوله .
په ۱۹۹۶ م کال کي د اروپا اتل
په انگلستان کي د جرمني ملي ټیم په دغه لباس کي بازي وکړه، چي درې خطونه یې درلودل او تر دغه وخته پوري درې واره نړیوال اتل سوی ؤ. په دغه لباس سره المان خپل دریم د اروپا اتلولۍ مقام هم تر لاسه کړ.
۱۹۹۴ م کال، دامریکا متحده ایالاتو کي
پردغو لباسونو باندي لمړی د بیرغ سر موجود ؤ،چي ټیم ته یې د سر درد هم پیداکړ.که څه هم په هغه کي تور، سور او طلايي رنگونه وه، خو په هغه کي نوې خبره داوه ، چي پر شاباندي یې د فټبالرانو نومونه لیکل سوي وه. هغه ورته بریالیتوب حاصل نه کړاو په یو پر څلرم فاینل کي یې د بلغاریې څخه ماته وخوړه.
د لباس د شا نمرې پر مخ باندي
د ۱۹۹۲ م کال اروپا اتلولۍ پر مهال په سویډن کي داول وار له پاره د فوټبالرانو لباس دشا نمرې پر مخ هم ولیکل سوې. نوې خبره داوه ، چي پر لستوڼو باندي یې د جرمني بیرغونه هم رسم سوي وه.په دغه اتلولي کي جرمني ځان فاینل ته ورساوه ، خو د ډنمارک په مقابل کي یې ماته وخوړه.
لکه دنړیوال جام گټونکي لباسونه
د ۱۹۸۸ م کال اروپا اتلولۍ او خپل هیواد کي د تورلمنتونو پر وخت لا دغه ډول لباس اغوستل کیده.که څه هم د اروپا اتلولۍ پر وخت یې ډیر بریالیتوب نه درلود ، خو دوه کاله وروسته یې پکښي نړیواله اتلولي تر لاسه کړه.
ټول زرغونه
د ۲۰۰۰ م کال تر اروپا اتلولۍ پوري د لباسونومخکنی برخه زرغونه وه. دغه رنگ لباسونه د ۱۹۸۶ م کال د مکیسکو په نړیواله اتلولي کي واغوستل سوه او ملي ټیم ته یې سخته ناکامي ورپه برخه کړه. خو په ۲۰۱۲ م کال کي بیازرغون رنگ بیرته د کامیبابی سبب وگرزید.
د ۱۹۷۴ م کال نړیوال جام
تر اویایمو کلونو پوري لا د ملي ټیم لباسونو ډیر رنگونه نه درلودل .د ۱۹۷۴ م کال نړیوال جام پر مهال د لباسونو غاړي فقط توري وې. پر سینه باندي یې د عقاب نښان هم تر معولي حالت غټ ؤ.
دسویس اتلان
د هنگري په وړاندي په درې پر دوه سره جرمني نړیوال اتلولي وگټله. په سپینو ټی شارټونو او سپینو نیکرانو سره الماني ټیم د ۱۹۵۴ م کال نړیوال جام لقب تر لاسه کړ.