پر سمندري لارو تر ټولو زيات مهاجر له کومو هيوادونو؟
د سمندري لارو اروپا ته د مهاجرت لړۍ ادامه لري. د سفر پرمهال ډیر شمير مهاجر اوبو کې مړه کيږي هم. په دغه انځوريز رپوټ کې به لس هغه ملکونه وپيژنۍ چې د روان کال ۴ لمړيو میاشتو کې تر ټولو زیات مهاجر لرل.
۱۰ مقام: مالي
۱۸۷۹ تنه مهاجر چې د ټولو مهاجرو ۴ اعشاريه ۴ سلنه تشکيلوي.
۹ مقام: مختلف هيوادونه
۲۱۸۵ تنه مهاجر د ټولې شمير مهاجرو ۵ اعشاريه ۱ سلنه.
۸ مقام: مراکو
۲۴۲۵ تنه مهاجر ۵ اعشاريه ۶ سلنه
۷ مقام: سنيګال
۲۵۵۵ تنه مهاجر ۵ اعشاريه ۹ سلنه
۶ مقام: سوريه
۲۷۸۶ تنه مهاجر ۶ اعشاريه ۵ سلنه
۵ مقام: ګامبيا
۲۸۵۰ تنه مهاجر ۶ اعشاريه ۶ سلنه
۴ مقام: د عاج ساحل
۳۹۲۰ تنه مهاجر ۹ اعشاريه ۱ سلنه
۳ مقام: ګينيا
۴۱۸۴ تنه مهاجر ۹ اعشاريه ۷ سلنه
۲ مقام: بنګله ديش
۴۶۴۵ تنه مهاجر ۱۰ اعشاريه ۸ سلنه برخه
۱ مقام: نايجريا
۵۲۵۳ تنه مهاجر ۱۲ اعشاريه ۲ سلنه
مجموعي شمير: ۶۰۱۹۹ تنه مهاجر
د ملګرو ملتونو ادارې تازه ارقام ښيي چې د روان ۲۰۱۷ کال له پيله د می مياشتې تر ۲۴ مې نيټې پورې چې نژدې پنځه مياشتي کيږي ۶۰۱۹۹ تنه مهاجر د مديترانې سمندرګي له لاري اروپا ته رسيدلي دي.
د مړو شمير: ۱۵۲۰ تنه
تر څنګ د دې چې په مديترانه سمندرګي کې د ايټاليا، هسپانيا او ليبيا ساحلي ژغورونکو ځواکونو لخوا تل په زرونو مهاجر له ډوبيدو ژغورل کيږي خو سربيره پر دې په روان کال کې ۱۵۲۰ مهاجر په دغه سمندرګي کې مړه شوي هم دي.
د دغه انځوريز رپوټ انځورونه د دويچه ويله له آرشیف څخه دي. ترتيب کونکی: کريم صالح