پر روغتیايي مرکز د عملیاتو په ترڅ کې درې تنه وژل شوي
۱۳۹۴ بهمن ۲۹, پنجشنبهد سویډن کمیتې پر خپله انټرنټ پاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د میدان وردک ولایت په تنگي سیدان سیمه کې د امنیتي ځواکونو له خوا د دوی یو روغتیایي کلینیک په نښه شوې دی.
په دغه اعلامیه کې راغلي دي: «د هغو معلوماتو پر بنسټ چې د سویډن کمیټې ترلاسه کړي دي، دوه ناروغان او د کلینیک یو کارکوونکی په دې پیښه کې وژل شوي دي. له وردک څخه ترلاسه شوو معلومات ښي چې دغه عملیات د افغانستان د ملي اردو ځواکونو له خوا ترسره شوي دي.»
افغان چارواکو تر اوسه پورې د دغو عملیاتو په هکله لا کوم جزیات نه دي ورکړي. په تیرو وختونو کې هم په افغانستان کې د دولتي ځواکونو له خوا روغتیایې مرکزونه په نښه شوي دي.
په غزني کې د سره صلیب د کارکوونکو تښتول
په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې ویاند احمد رامین آیاز، د پنجشنبې په ورځ د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې د سه شنبې په ورځ د دوی د کمیټې پنځه تنه کارکونکي په غزني ولایت کې تښتول شوي دي.
د سره صلیب نړیوالې کمیټې د دغه کار په غبرگون کې په غزني ولایت کې خپل فعالیتونه ځنډولي دي. آیاز وویل چې دغه کارکونکي ژوندي دي او د دوی کورنیو ته هم په دې اړه معلومات ورکړل شوې دي.
آیاز زیاته کړې ده: «موږ د چهار شنبې په ورځ د ټیم له مسئول سره خبرې کړي دي، د سره صلیب کارکوونکي ژوندي دي. موږ د دغو کارکوونکو د آزادولو له پاره د غزني ولایت له امنیتي ځواکونو سره په تماس کې یو.»
تر اوسه څرگنده نه ده چې دغه کارکوونکي د غزني ولایت له کومي سیمي څخه تښتول شوي دي. یو شمیر ولسوالۍ او حتی په مرکز کې یو شمیر سیمي نا آمنه دي او په پرله پسې ډول پکښې د سړي تښتونې پښې رامنځ ته شوي دي.