پر جاپان د اټومي بريدونو ۷۲ يمه کال ورځ
د امريکا د متحده ايالاتو پوځ په ۱۹۴۵ کال د جاپان پر هيروشيما او ناګاساکي ښارونو اټومي بريدونه وکړل. د دغو بريدونو د ۷۲ يمي کال ورځي په تړاو انځوريز راپور دلته وګورئ:
لومړی بريد
د ۱۹۴۵ کال د اګست په ۶مه نېټه د امريکا د متحده ايالتو د پوځ Enola Gay په نوم الوتکې د جاپان پر هيروشيما باندي لومړی اټومي بم وغورځوی. دغه بم ته د «ليټل بوای» یا کوچني هلک په څېر يو بې ضرره نوم ورکول سوی ؤ. د بريد پر وخت د دغه ښار نفوس تقريبا ۳۵۰ زره ؤ. د بريد سره ځای پر ځای ۷۰ زره انسانان ووژل سول. په ورپسې ورځو کي د وژل سوو کسانو شمېر څو چنده جګ سو.
په بريد کي ځنډ
د پلان له مخي بايد د ۱۹۴۵ کال د اګست په لومړۍ نېټه پر هيروشيما اټومي بريد سوی وای خو د موسم د خرابوالي له کبله امريکايان د دغه پلان و ځنډولو ته مجبور سول. خو پنځه ورځي وروسته په اټومي بم بار الوتکه د ۱۳ غړو لرونکي عملې سره د هيروشيما پر لور روانه سوه. دغه ډله پر لاري په دې خبره سوه چي اټومي بريد ته لېږدول کيږي.
دویم اټومي بريد
پر هيروشيما د اټومي بريد څخه درې ورځي وروسته امريکايانو پر ناګاساکي اټومي بم وغورځوی. په اصل کي پلان نيول سوی ؤ چي دويم بم پر کيوټو ښار وغورځول سي. خو د امريکا د دفاعي وزارت د مخالفت وروسته دغه بم پر ناګاساکي وغورځول سو. د «فېټ مېن» يا چاغ سړي په نوم دغه بم ۲۲ ټنه وزن درلود. دغه بم هم لږ تر لږه ۷۰ انسانان دستي ووژل.
د هدف ستراتيژک انتخاب
په ۱۹۴۵ کال په ناګاساکي کي د هغه وخت د وسلې جوړونکي شرکت متسوبيشي مرکزي دفتر واقع ؤ. په دغه ښار کي هغه تارپيدو توغندي هم جوړ کړل سوي ول چي د امريکا پر پرل هاربر په جاپاني بريد کي وکارول سول. په ناګاساکي کي ډېر کم جاپاني عسکر مستقر ول. دا چي موسم ډير خراب ؤ نو د ناګاساکي کښتۍ جوړونکی مرکز په نخښه نه کړل سو.
د مړو شمېر په سرأت په زیاتېدو سو
د دغو بريدونو څخه څو مياشتي وروسته لا د بمونو د مضرو شعاؤ له کبله د انسانانو وژل کېدنې دوام درلود. د دغو مړينو د زیاتېدو لاملونه د اټومي موادو مضري وړانګې او د انسانانو د سوځېدنې ټپونه ول. د يوې منبعې له مخي په دواړو بريدونو کي د ټولو وژل سوو شمېر ۲۳۰ زرو ته جګ سو. په دې اړه بعضي نور منابع لا زياتي جګې شمېرې ښيي.
جنګي جنايت
پر هيروشيما او ناګاساکي د اټومي بريدونو وروسته زیاتو جاپانيانو فکر کاوه چي دريم بريد به پر ټوکيو تر سره سي. جاپان ځان تسليم کړ او په دې توګه په آسيا کي دويمه نړيواله جګړه پای ته ورسېده. د امريکا د متحده ايالاتو د هغه وخت ولسمشر هېري ټرومن پر جاپان د اټومي بريدونه امر ورکړی ؤ. يو شمېر تاريخ ليکونکي دغه بريدونه جنګي جنايت بولي.
بيا رغونه
د هيروشیما له منځه تلل ښار په بشپړه توګه بېرته بيا ورغول سو. صرف د اوتا پر سيند واقع جزيره کي د امن پارک تر مخه لا جوړ دی چيري چي يوه يادګاري شمعه هم بل کړل سوې ده. دغه شمعه به هغه وخت ګل کړل سي کله چي له نړۍ څخه وروستی اټومي بم ليري کړل سي.
امن پارک او موزيم
په ناګاساکي کي د ۱۹۵۵ کال راهيسي يو «امن پارک» او یو موزيم فعال دي. په دغو کي د اټومي بريد په تړاو معلومات او د وژل سوو انسانانو يادونه کتونکو ته وړاندي کيږي. په ۱۹۴۵ کال پر جاپان تر سره سوي اټومي بريدونو ته په نړيواله توګه زیات اهميت ورکول کيږي او قرباني دواړه ښارونه د اټومي وسلو د تباهۍ علامې بلل کيږي.
د ياد مراسم
هر کال د جاپان تر څنګ د نړۍ په بيلو هيوادونو کي د هيروشيما او ناګاساکي د بريدونو د قربانيانو یاد ورځ لمانځل کيږي. په جاپان کي په دغه یاد ورځ ځانګړي مراسم جوړيږي چي پکښي د بريد څخه ژوند پاته کېدونکي، د قربانيانو کورنۍ او جاپاني سياستوال ګډون کوي. په دغه ورځ په ټول جاپان کي د يوې دقيقې لپاره خاموشي اختياريږي.
د اټومي وسلو ضد
د جاپان لومړي وزير شينزو ابې د هيروشيما په امن پارک کي د يادورځي په مراسمو کي وويل چي جاپان به د اټومي وسلو پر ضد په نړۍ کي خپلي مبارزې ته ادامه ورکړي.