پر اوکراين د روسيې يرغل؛ امريکا کيف ته نوري پيسې ورکوي
۱۴۰۱ شهریور ۳, پنجشنبهد ولسمشر زیلنسکي په حواله د اوکراین په ختیځ کي د ریلګاډو په یوه تمځای کي د روسیې له خوا راکټي برید په نتیجه کي ۲۵ کسان وژل سوي او ۵۰ نور ټپیان سوي دي. زیلنسکي د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غونډه کي د روسیې د یرغل د شپږو میاشتو د پوره کیدو او د اوکراین د خپلواکۍ د ورځي په مناسبت خپلي ویډیويي وینا کي وویل، دغه راکټونه په چاپلین ښار کي پر یوه ریلګاډي لګیدلي دي.
د اوکراین ولسمشر زیاتوي:«د ریلګاډي څلورو ډبو اور اخیستی. د ژغورني عمله د پیښي ځای ته رسیدلې، خو د قربانیانو شمیر ښايي تر دې هم لوړ سي. دا زموږ ورځنی حالت دی.»
په کیف کي د اوکراین د دفاع وزارت، پر تویتر باندي داسي تصویرونه خپاره کړي چي ویجاړسوی ریلګاډی ښيي.
د روسیې د دفاع وزارت تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي. لکه څنګه چي د دغي جګړې څخه پوره شپږ میاشتي تیریږي او په عین حال کي د اوکراین د خپلواکۍ ورځ هم وه، نو ددې بیره موجوده وه چي د اوکراین پر زېربنايي تاسیساتو او حکومتي ودانیو به د روسیې له خوا بریدونه ترسره سي.
آلمان د ۵۰۰ میلیون یورو په ارزښت نوي وسلې اوکراین ته استوي
په اوکراین کي د خوشه يي بمونو قربانیان هم ډیر دي
د خوشه يي بمونو د څارني د ادارې په حواله په اوکراین کي په ۲۰۲۲م کال کي ۶۸۹ ملکي کسان د خوشه يي بمونو په نتیجه کي وژل سوي دي. په ژنیو کي د هینډیکیپ د نړیوال سازمان د رپوټ په حواله د قربانیانو شمېر ښايي تردې هم لوړ وي.
نوموړی مرستندویه سازمان دې ته هم اشاره کوي چي د اوسلو په تړون کي د خوشه يي بمونو پر استعمال باندي بندیز لګول سوی دی. خو بیا هم دغه ډول بمونه، هم د اوکرایني او هم د روسي پوځ له خوا استعمال سوي او په تیره بیا په هغو سیمو کي چي ملکي انسانانو ژوند کاوه. لکه څنګه چي د خوشه يي بمونو ۴۰ سلنه مستقیماً نه چوي، نو وروسته بیا ملکي کسانو ته ډیر خطر پیښولای سي.
بیربوک: اوکراین د امنیت او اروپا له پاره جنګیږي
د جرمني د خارجه وزیري انالینا بیربوک له پاره دا معلومه نه ده چی اوکراین به د روسیې په وړاندي جګړه وګټي او که څنګه. هغې د آلمان دوهم تلویزیوني چینل ته وویل: «موږ تر اوسه په هیڅ نه پوهیږو، حقیقت ډیر وحشتناک دی. خو سړی به تر ډیره حده هڅه وکړي چي ددې امکان رامنځته سي. دا ځکه چي اوکراین د خپلي آزادۍ، خپلواکۍ او په اروپا کي د امنیت راوستلو له پاره جنګیږي.»
آلمان بیا د اوکراین له پاره د نظامي ملاتړ د غوښتلو او ددې حقیقت ترمنځ پر یوه تنګه لار روان دی چي ګواکي دغه هیواد په کافي اندازه اردو سمبال نه دی. د آلمان له پاره مهمه داده چي د اوکراین لنډمهاله ملاتړ وسي او په عین حال کي د منځمهال وخت له پاره د وسلو لیږدول پلان کړي.
اوکراین به د الوتکو ضد ګیپارد ډوله ۳۰ ټانکونه له آلمان څخه ترلاسه کړي. د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ به نن پنجشنبه (۲۰۲۲م کال د اګست ۲۵) په ووست زې کي د اوکرایني سرتیرو له پاره تعلیمي پروګرام څخه لیدنه وکړي.
امریکا غواړي له اوکراین سره په میلیارډو ډالر مرسته وکړي
اوکراین کولای سي د روسیې پر وړاندي جګړه کي له امریکا متحده ایالاتو څخه پر نورو مرستو حساب وکړي. د امریکا ولسمشر جو بایدن د چهار شنبې په ورځ په واشنګټن کي اعلان وکړ چي د کیف حکومت ته به نږدې درې میلیارده ډالر په اختیار کي ورکړي.
د بایدن په خبره په دې ډول اوکراین کولای سي ځانته د دافع هوا او توپخانې سیستمونه، مهمات، بې پیلوټه الوتکي او رادار برابر کړي تر څو د ډیر وخت له پاره خپله دفاع وکولای سي.
د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت په خبره، د کیف له پاره په نوې بسته کي د نورو ترڅنګ، له مځکي څخه هوا ته شپږ اضافي NASAMS ډوله د توغندیو دفاعي سیستمونه، د توپخانې او هاوان مرمۍ، د توپ ضد رادار، د بې پیلوټه الوتکو بیلابیل سیستمونه، د لایزر لارښود او همدارنګه د ځواکونو د روزنې او د وسلو د سیسټمونو د ساتنې له پاره پیسې هم شاملي دي.
د اوکراین ولس د ملاتړ له پاره
روسیې خپل د ګاونډي هیواد اوکراین په وړاندي جګړه شپږ میاشتي مخکي پیل کړه. اوکراین په عین وخت کي د چهارشنبې په ورځ له روسیې څخه د خپل هیواد د خپلواکۍ ۳۱ م کالیزه ولمانځله. د امریکا ولسمشر جوبایدن له همدې کبله نوموړي هیواد ته مبارکي ورکړه او وې ویل: «دا ښيي چي اوکراین په دې ویاړي چي یو خپلواک او آزاد ملت دی او همداسي به پاته سي.« امریکا متحده ایالات دې ته ژمن دي چي د اوکراین د ولس له خوا د خپل مځکني تمامیت د دفاع له پاره د هغوی ملاتړ وکړي.
د امریکا د دفاع وزارت یوه ویاند وویل چي دغه نظامي مرسته به په اطمینان سره وروستۍ مرسته نه وي. ټول تمرکز به پر دې وي چي د امکان ترحده ژر تر ژره وسلې او مهمات اوکراین ته ورسیږي، ډېر وخت د امریکا متحده ایالاتو له زیرمو څخه هم.
GP/NZ/DW Online