پر اسراييلو بیا توغندي توغول سوي
۱۳۹۸ آذر ۶, چهارشنبهد فلسطيني مليشو تر راکتي بريدونو وروسته، د اسراييلو جنگي الوتکو د غزې په تراډه کي چي په کي د حماس اسلامپاله ډله حاکمه ده، ډير تاسيسات بمباري کړي دي.
د اسراييلو د پوځ يوه وياند خبر ورکړي چي په ویشتل سویو هدفونو کي د وسلو جوړولو يوه فابريکه هم شامله وه. هغه په تويتر کي همدارگه زياته کړې چي «حماس به د اسراييلي ملکيانو پر وړاندي د دغه عمل، له عواقبو سره مخامخ سي.«
څو ساعته مخکې پوځ خبر ورکړ چي د غزې له تراډې څخه د دوو توغول سویو توغندیو له ډلې څخه د يوه توغول سوي راکټ مخه د «اوسپنيزې گنبدي» په نامه دفاعي سيستم په واسطه نيول سوې ده. په سرحدي ښار سدروت کي بيا د خطر زنګ غږول سوی دی. د روغتياپالانو په خبره يوه ښځه هغه وخت ټپي سوه چي غوښتل يي ځان د ساتنې يوه امن ځای ته ورسوي. د اسراييلو لومړي وزیر بينيامين نيتانياهو، گواښ کړی چي د هر بريد په مقابل کي به په شدد سره ځواب ورکړل سي.
د اردن سیند په لويديځه غاړه کي بيا د سه شنبې په ورځ په زرونو په غوسه سوي فلسطينيان د امريکا متحده ايالاتو د هغې پريکړې پر ضد مظاهرې وکړې چي له مخي يي په فلسطيني سيمو کي د يهودانو ځاي پر ځاي کيدو ته نور د غيرقانوني عمل په سترگه نه کتل کيږي. همدرانگه په نورو ښارونو کي هم مظاهرې او نښتې رامنځته سوې.
همدا دوه اونۍ مخکي د غزې په تراډه کي د اسراييلو او فلسطيني مليشو ترمنځ کړکيچ خپل اوج ته ورسيد. اسراييلي پوځ د اسلامي جهاد پوځي مشر بها ابو العطا، په هدفمندانه ډول وواژه ځکه د اسراييلو په حواله دغه افراطي سازمان څه د پاسه ۳۶۰ راکټونه د اسراييلو پر سيمه توغولي ول. د اسراييلو هوايي ځواکونو بيا د جهاديانو زياتې سیمې په نښه کړې. په دغو بريدونو کي په مجموعي ډول ۳۶ کسان وژل سوي چي زياتره يي فلسطيني مليشې دي.
څو وخته مخکي دواړو خواوو د مصراو ملگرو ملتونو په منځگړيتوب پر يوه اوربند باندي سره تفاهم کړي وو. خو دغه اوربند ماتيدونکی دی. اسلامي جهاد او د حماس ډلې ته د اروپايي ټولني او امريکا متحده ايالاتو له خوا د ترهگرو سازمانونو په سترگه کتل کيږي.
G.P/M.J/dpa