۱۴۰۳ شهریور ۲۵, یکشنبهپه افغانستان کې د پر ام. ام. اې یا آزادو سیالیو باندې »د تاوتریخوالي له کبله« د طالبانو له لوري تازه وضع شوي بندیز نه یوازې په افغانستان کې د دغه سپورت راتلونکی له نامعلوم برخلیک سره مخامخ کړی بلکې د دغې ورزش لوبغاړي او مینوال یې زړه ماتې او مایوسه کړي دي. د دغه ورزش لوبغاړي له چارواکو د ممنوعیت د پریکړې د بیاکتنې غوښتنه کوي.