پاکستاني طالبانو پر پوليسو د بريد مسئوليت منلی دی
۱۴۰۱ دی ۳۰, جمعهاسوشتید پریس خبري آژانس وايي چې د پولیسو د تلاشۍ پر پوسته دغه حمله د پنجشنبې په ورځ شوې چې وسله والو پکې له لاسي بمونو او وسلو څخه استفاده کړې ده.
حمله د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په جمرود ښارګوټي کې شوې ده. د ځايي پولیسو مشر عمران خان وويل چې يوه حمله کونکي ځان ته چاودنه ورکړه او نور وسله وال د پېښې ځای ته له نژدې سېمې پولیسو تر رسيدلو وروسته په یوه لارۍ کې وتښتيدل چې د موندلو په موخه ېې لټون پيل شوی دی.
پېښور: د وسله والو په برید کې د پولیسو درې افسران وژل شوي
پاکستاني طالبان چې په تحریک طالبان پاکستان هم یاديږي، د دغې حملې مسئولیت پر غاړه اخیستی دی. محمد خراساني، چې ځان د پاکستاني طالبانو ویاند بولي، تر حملې وروسته ېې په سملاسي توګه د بريد مسئوليت منلی دی.
پاکستاني طالبان چې له افغان طالبانو څخه جلا ډله ده، په تېر نومبر کې ېې له اسلام آباد سره د یو اړخیز اوربند د پای اعلان وکړ. تر هغه وروسته دغې ډلې د پاکستان پر امنيتي ځواکونو خپلې حملې ډيرې کړي دي.
«په پنجاب کې د پاکستان دوه استخباراتي افسران وژل شوي»
(AP)mks/nz