1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستاني او ايراني چارواکو د افغانستان په تړاو خبرې کړي

۱۴۰۲ شهریور ۲۳, پنجشنبه

د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د وروستیو نښتو او تورخم بندر بندیدو له کبله د رامنځته شوي کړکیچ سره هم مهاله یوه لوړپوړي پاکستاني چارواکي په تهران کې د ایران له بهرنیو چارو وزیر او لوړپوړو چارواکو سره لیدلي دي.

https://p.dw.com/p/4WJec
Symbolbild Iran Pakistan Fahne Flagge
انځور: Zoonar/picture alliance

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په تهران کې د ایران له بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان، او نورو لوړپوړو ایراني چارواکو سره، د افغانستان له پاره د پاکستان د لومړي وزیر د ځانګړي استازي آصف دراني، د خبرو اترو په هکله تر اوسه پورې کومه اعلامیه نه ده خپره کړې. خو د ایران له لورې په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د پاکستان ځانګړي استازي په افغانستان کې د سیاسي او امنیتي وضعیت د پرمختګ په اړه خپل نظر شریک کړی.

د دغې اعلامیې په اساس د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان وویل چې ایران او پاکستان په ټوله سیمه او افغانستان کې کیدونکو پرمختګونو کې مهم رول لوبوي. نوموړي هیله څرکنده کړه چې د تهران او اسلام آباد تر منځ روانې سلا مشورې په سیمه کې د امنیت او ثبات په ټینګښت کې مرسته کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د هغو ننګونو د حل له پاره چې افغانستان ورسره مخامخ دی، د ګاونډیو هیوادونو د شاملولو په خاطر د سیمه ایزو اقداماتو د ملاتړ پر ضرورت ټینګار وکړ. د اعلامیې په اساس آصف دراني وویل چې پاکستان په ګاونډي هیواد افغانستان کې د امنیت د ټینګښت د تضمینولو له پاره له ایران سره همکارۍ ته ژمن دی.

د طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمنځ د کړکیچ زیاتیدل

دغه دوره په داسې یو وخت کې ترسره کیږي چې د افغانستان د طالب چارواکو او د پاکستان د حکومت ترمنځ شدید کړکیچ روان دی. د افغان او پاکستان د امنیتي ځواکونو ترمنځ پر سرحد د تیرو ورځو د نښتو او تر هغې وروسته د تورخم بندر د بندیدو له کبله د دواړو هیوادونو ترمنځ کړکیچ مخ پر زیاتیدو دی.

Afghanistan | Pakistan | Grenzübergang in Torkham
د سپټمبر میاشتې له ۶ نیټې څخه د تورخم سرحدي پوله تړلې ده. انځور: Hussain Ali/Pacific Press Agency/imago images

د سپټمبر میاشتې له ۶ نیټې څخه د تورخم سرحدي پوله تړلې ده. دواړه اړخونه د دې وضعیت پړه پر يو پل ور اچوي. سربیره پر دې د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ د «ټي ټي پي» یا تحریک طالبان پاکستان پر سر هم شدید اختلافات موجود دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په تیرو ورځو کې په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې پر افغان امنیتي ځواکونو شوي ډزې او بیا د سرحد د بندولو پریکړه داسې اقدامات دي، چې د « ښه ګاونډيتوب چلند» خلاف دی.

بل لور ته پاکستان ادعا کوي چې د تورخم بندر پر سرحدي پوله له پورې غاړې څخه د پاکستان پر امنیتي ځواکونو د شوو ډزو او بیا د دواړو خواو ترمنځ د ډزو له تبادلې وروسته بند کړای شو.

ترڅنګ یې اسلام اباد څو ځله په کابل کې د ملکي حکومت له چارواکو څخه دا غوښتنه هم کړې ده چې د افغانستان له خاورې څخه دې په پاکستان او د پاکستان پر امنیتي ځواکونو ترسره کیدونکي بریدونه بند کړي.

د پاکستان حکومت وایي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له خوا د ټي ټي پي پر وړاندې د عملي اقداماتو نه کولو له کبله د دواړو ګاونډیو هیوادونو پر اړیکو منفي اغیزې پریوزي.

شنونکي په دې نظر دي چې پاکستان د تورخم بندر په بندولو سره کوښښ کوي چې پر افغان طالبانو فشار راوړي، څو د افغانستان په خاوره کې د ټي ټي پي یا پاکستاني طالبانو پر وړاندې اقدامات ترسره کړي.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص