تروريزم
پاکستان: په کشمیر کې درې پاکستاني او پنځه هندي عسکر وژل شوي
۱۳۹۸ مرداد ۲۴, پنجشنبهاعلان
د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د اګست میاشتې په ۱۵مه نیټه) داسې مهال چې هندوستان د خپلواکۍ خپله ورځ لمانځي، د پاکستان او هندوستان ترمنځ پر پوله د جګړو راپورونه ورکول کیږي. پاکستان ویلي چې د پنجشنبې په ورځ یې د کنټرول پر کرښه، له هندي ځواکونو سره د جګړې پر مهال یې درې تنه سرتیري وژل شوي دي. د پاکستان د پوځ ویاند تورن جنرال آصف غفور همدا راز وویل چې په دې وسلواله نښته کې پنځه تنه هندي سرتیري هم وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځ ویاند تورن جنرال آصف غفور پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي: «د لاین اف کنټرول یا د کنټرول پر جنجالي کرښه هندي ځواکونو خپلو ډزو ته زور ورکړی دی.» غفور همدا راز وویل چې په وقفه ايي ډول ډزې ادامه لري. د دغې موضوع په هکله د هندوستان د پوځ ویاند د لاس رسي وړ نه وو.