پاکستان په «خطرناک وضیعت» کې دی
۱۴۰۱ آبان ۱۵, یکشنبهپر عمران خان تیره پنجشنبه د (نومبر دریمه نیټه) چې اسلام آباد کې یې د یو لوې لاریون مشري کوله برید وشو چې پر پښه ټپي شو.
عمران خان او پلویانو یې په دغه لاریون کې له حکومته د مخکې له وخته ټاکنو غوښتنه درلوده .
عمران خان د جمعې په ورځ دعوا کړې چې لومړي وزیر شهباز شریف،کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله او د استخباراتو ادارې یو افسر جنرال فیصل نصیر د ده وژنې پلان جوړ کړی و او بیا یی غوښتل پړه یې پر یوه متعصیب مذهبي ور واچوي.
د سیاسي چارو کارپوه د پوهنتون استاد او د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون د مدیره پلاوي غړی توصیف احمد خان وایي :«پاکستان کې سیاسي وضیعت خطرناک حالت کې دی. نوموړي زیاته کړه:« په هغه هیواد کې چې د سیاسي ګډوډیو تاریخ لري غږونه اوریدل کیږي.»
سره له دې چې عمران خان د روان کال په اپریل کې د نه باور رایې په پایله کې له لومړي وزیرتوبه لرې شو او له اوسني حکومت سره قانوني قضیې هم لري، خو بیا هم په پراخه کچه د خلکو ملاتړ له ځان سره لري.
عمران خان د پاکستان په ضمني ټاکنو کې ستره بریا ترلاسه کړه
احمد خان وایي چې څومره چې فشارونه ډیریږي د حکومت تکیه پر«پټ دولت» وي، معنی دا چې د ځان د ژغورنې لپاره پر پوځ تیکه ډیریږي.
نوموړی وایي: « دا یو خطرناک حالت دی، نه یوازې د ډیموکراتیکې پروسې لپاره بلکې د هیواد او په ځانګړې توګه د اقتصادي پرمختګ لپاره.»
عمران خان او شهباز شریف له میاشتو راهیسې له یو بل سره په ټکر کې دي او تل یو پر بل د بې کفایتۍ او فساد تورونه لګوي.
خو د عمران خان لخوا داسې په ښکاره تورونه او د یوه جګپوړي پوځي افسر نوم اخیستل وضعیت یو جدي او کړکیچن حالت ته وړی دی.
د عمران خان پر ضد د ترهګرۍ ضد قوانينو له مخې دوسيه پرانيستل شوې
عمران خان د خپلو ادعاوو د ثبوت لپاره هیڅ سندونه نه لري او حکومت یې د «جوړو شويو دروغو» په توګه ردوي.
پر پوځ نیوکې چې د پاکستان د ۷۵ کلن تاریخ په نیمایي کې یې پر پاکستان واکمني کړې، تل یوه سره کرښه وه. خو خان په ښکاره توګه پر امنیتي بنسټونو نیوکې کوي. دا په داسې حال کې ده چې ډیر وایي پوځ د هغه په لومړي ځل واک ته رسیدو کې ډیر رول لوبولی و.
د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې له حکومته وغوښتل چې خان د لګولو شویو تورونو لپاره محکمې ته وغواړي.
ښایی د پاکستان تحریک انصاف ګوند چارواکي هم تورن شي.
له واکه د عمران خان د لیرې کیدو راهیسې د ګوند لوړ پوړي غړي په «فتنو» او نورو جرمونو تورن شوي.
دغه راز یو شمیر خبریالان هم د پخواني لومړي وزیر په ملاتړ تورن دي.
احمد خان وایي :«داسې ښکاري چې اوس د تحریک انصاف ګوند پر ضد ځیني اقدامات وشي» او هغه زیاته کړه چې د ګوند د ویشلو خطر هم شته.
د احمد خان په وینا، له هغه وخته چې د خان د سیاسي مخالفینو او پوځ پر ضد پراخې مظاهرې د خلکو د ملاتړ د ټینګولو لپاره پیل شوې، خو پایلې یې کیدای شي « ګډوډي او ناهیلي» وي.
په کراچۍ کې مېشت د سياسي چارو کارپوه قيصر بنګالي وايي، په داسې فضا کې چې د دواړو خواوو له لوري له تورونو او ګڼو انکارونو ډکه ده، دا ناشونې ده چې دا ټولو قضیو ته دې رسیدګي وشي.
هغه زیاته کړه چې دا ډول پلانونه د توطیې تیورۍ ته لار پرانیزي.
بنګالي وایي چې «پوځ اوس ناست دی او حیران دی چې څه غلط شوي او څه کولی شي.»
د پاکستان حکومت ویلي دي چې د عمران خان د وژنې دسیسه «د مذهبي افراطیت یوه ډیره ښکاره قضیه» وه او پړه یې د یوه بې وزله کلي پر وسله والو واچوله.
پاکستان له اوږدې مودې راهیسې له اسلامپالو اورپکو سره مبارزه کوي، او ښي اړخه مذهبي ډلې د دغه هېواد په اکثریت مسلمان نفوس باندې ډېر نفوذ لري.
عمران خان او د هغه ګوند په تیرو وختونو کې د پراخ ملاتړ د غوښتنې لپاره د مذهبي احساساتو په پارولو تورن شوی دی.
بنګالي وویل: «مذهبي توند لاري یوه وسله ده چې د تحریک انصاف، پوځ او حکومت لخوا کارول کیږي نو موږ د خورا خطرناک حالت په لور روان یو.»
خو د سیاسي بحران تر شا، یو بل ډیر لوی بحران پټ دی، يعنې اقتصادي بحران.
بنګالي وویل: «حکومت له اقتصادي پلوه له ماتې سره مخ دی، ټولې سرچینې یې د پور او دفاع او همدارنګه د معاشونو په ورکولو کې کاروي.»
هغه زیاته کړه: «هغه لږې سرچینې چې شتون لري هغه څه دي چې دوی یې په اړه جګړه کوي، له همدې امله د دې څو سرچینو په سر سیالي روانه ده.»