پاکستان: په برید کې نهه طالبان وژل سوي
۱۴۰۲ فروردین ۱۷, پنجشنبهد پاکستان امنيتي ځواکونو د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړ چي امنیتي ځواکونو د پنجشنبې په شپه د افغانستان له سرحد سره نیژدې د جنوبي وزیرستان په سیمه کي د طالبانو پر یوه پټنځای یرغل کړی او اته کسان يې وژلي دي.
د پاکستان امنیتي ځواکونه له څه وخت راهیسي یو وار بیا په دغه هیواد کي د پاکستاني طالبانو پر وړاندي عمليات پيل کړي دي. د تیر کال په پای کي پاکستاني طالبانو په اسلام آباد کي له حکومت سره د سولې د یوه تړون پای اعلان کړ او له هغه راهیسي یې د ډیرو بریدونو مسئولیت پرغاړه اخیستی دی.
د پاکستاني توکمه نارينه وو په اړه د بریتانيايي وزیرې ناندریزې څرګندونې
د روان کال په جنوري میاشت کی په څو میلیوني ښار پیښور کي د طالبانو د يوه ځانمرگي برید په نتیجه کي نيږدې ۸۴ کسان ووژل سول چي ډیری یې پولیس ول.
پاکستاني طالبان د افغانستان له طالبانو څخه بیل دي. د پاکستاني طالبانو هدف د پاکستان د حکومت راپرځول او د سختو اسلامي قوانینو پلی کول دي. همدارنگه هغوی د نوموړي هیواد په پخوانیو قبیلوي سیمو کي د پوځ د حضور د کمولو غوښتنه کوي.
GP/NZ/AG