پاکستان پر ايران باندي پخپله خاوره کي د هوايي بريد تور لگوي
۱۴۰۲ دی ۲۷, چهارشنبهد پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ څرگنده کړه چي په اسلام آباد کي يې د ايران استازي له خپل هوايي حريم څخه د «بې دليله سرغړوني» له امله وربللی وو. وزارت څرګنډه کړې ده: «د پاکستان د حاکميت نقضول په هيڅ ډول د منلو نه ده او کيدای سي جدي عواقب ولري.»
د معلوماتو له مخي د دغه هوايي بريد په نتيجه کي دوه کوچنيان وژل سوي او درې نجوني ټپياني سوي دي. د بهرنيو چارو وزارت په دې اړه جزيات نه دي ورکړي چي بريد چيري سوی دی.
پر آنلايني پلت فورمونو باندي کاروونکو د پاکستان په لوېديځبلوچستانايالت کي چي له ايران سره څه باندي ۱۰۰۰ کيلومتره سرحد لري، له يوې چاودني څخه رپوټ ورکړی دی. په پاکستاني رسنيو کي بيا خبره د پنجگور ښار په هکله وه.
تر اوسه پوري د ايران له خوا د دغو تورونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودل سوی. خو د ايران دولتي خبري آژانس (نور نيوز) بيا وروسته پر ايکس (پخواني تويتر) خبر ورکړی دی چي په یاد بريد کې په گاونډي هيواد کي د سني جهادي ډلې جيش العدل، دوه مهم مرکزونه ويشتل سوي دي. «دغه ځايونه په توغنديو او بې پيلوټه الوتکو سره تخريب سوي دي».
د جيش العدل بڼسټ په ۲۰۱۲م کال کي د افراطي سني مذهبو يوه پخواني غړي کښيښود. په تيرو کلونو کي يادي ډلې په ايران کي بې شمېره بريدونه کړي دي چي په دې ډول د يوه تروريستي سازمان په توگه درجه بندي سوی دی. د تيرکال په ډسمبر مياشت کي دغه سازمان د ايران په سويل ختيځ رسک ښار کي د پوليسو پر مرکز د يوه بريد پړه چي په نتيجه کي ۱۱ کسان وژل سول، پرغاړه واخيسته.
پاکستان او ايران په وار وار سره يو پر بل تور لګوي چي افراطيان يې له خپل قلمرو څخه د نورو پر خاورو بريدونه کوي. خو ډير کم پبښيږي چي دواړه خواوي دي په رسمي ډول په دې هکله کوم څه ووايي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د چهارشنبه په ورځ څرګنده کړه چي د ايران دغه «غيرقانوني چلند»« په خاص ډول د انديښنې وړ دی، دا ځکه چي د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيکو نيولو ډيري لاري سته. وزارت زياته کړې ده: «پاکستان تل ويلي دي چي ترهگري د سيمې د ټولو هيوادونو له پاره يو مشترک گواښ دی چي په اړه يې يوه همږغي اقدام ته اړتيا ده.»
د ايران انقلابي ګارد مخکي له دې په عراقاو سوريې کي هم هدفونه ويشتلي دي. د ايران د دولتي خبري آژانس ايرنا په حواله سپاه پاسداران په عراق کي د کردانو د خپلواکمني سيمې د پلازمينې اربيل په څنډه کي د اسرائيل د پټو خدماتو موساد د «جاسوسۍ مرکز» ويجاړ کړ. سربيره پر دې په سوريه کي د داعش ډلي د قوماندانانو د غونډو پر ځايونو هم راکټونه توغول سوي دي.
GP/NZ/AG