پاکستان: ولې يوې جوړې خپله اووه کلنه کارکوونکې وژلې؟
۱۳۹۹ خرداد ۱۴, چهارشنبهد تازه معلوماتو په حواله دغه ښځه او ميړه چې پر ماشومې ېې احتمالاً تشدد کړی دی او هغه یې وژلې ده، اوس د پوليسو له خوا نيول شوي دي. د زهره شاه په نوم دې نجلې د دغه جوړې په کور کې کاوه.
تر دې پېښې وروسته په پاکستان کې پر ټولنیزو رسنيو د «جسټس فار زهر شاه» يا د «زهر شاه له پاره عدالت» هیش ټيگ ډېر لاس په لاس کيږي. د زرار کهوړو په نوم يوه پاکستاني ژورنالست په دې اړه وويل: «له دې وجې د يوې ماشومې وژل چې گران بيه طوطيان یې آزاد کړي، په موږ هر يوه کې شيطان پټ دی.»
د پاکستان د ډان ورځپاڼې په حواله هغه جوړه چې پر دې ماشومې یې تشدد کړی دی د راولپنډۍ په يوه ډېره معتبره سيمه بحريه ټاون کې اوسي. کارگره نجلۍ د پنجاب د مظفر گړ سيمې اوسيدونکې وه او څلور مياشتې تر مخه د دې جوړې پر يوه کوچني ماشوم د پام کولو له پاره غوښتل شوې وه. کله چې تر وهل ټکول کیدو وروسته د دې ماشومې وضيعت ډېر خراب شوی وو نو د کور مالک هغه په روغتون کې پریښي وه. وروسته بيا د روغتون عملې پوليسو ته خبر ورکړی وو.
د پاکستاني رسنیو په حواله دغه ماشومه ځکه وهل ټکول شوې وه چې د مالک گران بيه طوطيان یې له پنجرې آزاد کړي ول. زیاته شوې چې د ماشومې کورنۍ د عدالت غوښتنه کړې ده.
په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو فعالې ثمر من الله وويل: «هغه خلک چې ځان زړه سواند بولي او بيا هم له ماشومانو کار اخلي او د کارکوونکو په توگه یې گماري، هغوی بايد د دې ماشومانو ميندو او پلرونو ته هم کارونه ورکړي. ماشومان ځکه د خدمو په توگه گمارل کيږي چې هغوی غږ نه لري او ناوړه گټه ترې پورته کيدلی شي.»
د تويتر يوې کاروونکې سحر ليکلي دي: «په پاکستان کې شتمن قشر ماشومانو ته د «ارزان بيه کارگرانو» په سترگه گوري او له هغوی څخه کار اخلي.»
د لمز پوهنتون يوې استادې ندا کرماني هم پر دې پېښه سخته خواشيني څرگنده کړې ده. نوموړې وويل: «له ماشومانو کار مه اخلئ. دا پر هغوی ډېر ظلم دی. د هغوی والدينو ته کار ورکړئ څو هغوی خپل اولادونه ښوونځي ته وليږدولی شي. د نورو له اولادونو سره داسې چلن وکړي لکه د خپلو اولادو سره چې یې کوئ.»
دويچه ویله اردو