«په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نور ۱۵زره افغانان له پاکستانه وتلي»
۱۴۰۲ آبان ۱۴, یکشنبهد پاکستان د رسمي ارقامو له مخې، په دغه هېواد کې شاوخوا ۴.۴ ميلیونه افغانان ژوند کوي چې له ډلې ېې ۱.۷ میلیونه ېې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.
پاکستان تېره میاشت هغو افغانانو ته چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، د نومبر تر لومړۍ نېټې وخت ورکړ چې په خپله خوښه له دغه هېواده ووځي. غربي هېوادونو او د بشري حقونو نړېوالو ډلو د پاکستان پر دغې پرېکړې نيوکې کړي دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ (د نومبر ۵مه) وويل چې تر اوسه له ۲۰۰ زرو ډېر افغان مهاجر له پاکستانه وتلي دي.
تورخم، چمن، انګور اډه او خرلاچي د افغانستان او پاکستان ترمنځ پولو باندې هغه لارې دي چې افغان مهاجر پرې له پاکستانه افغانستانته داخلیږي.
لوړ پوړي پاکستاني چارواکي فضل ربي چې د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې د افغانانو د اخراج له پروسې نظارت کوي، د یکشنبې په ورځ وويل چې هره ورځ د تورخم له لارې شاوخوا ۱۰زره کسان افغانستان ته اوړي. هغه وویل له ۹۰ سلنې ډېر افغان مهاجر په خپله خوښه ستنیږي.
د رپوټونو مطابق په پاکستان کې میشت افغان مهاجر او د بشري حقونو فعالان وايي چې پاکستاني پولیس او چارواکي له افغان مهاجرو سره بد سلوک کوي تر څو ېې هغوی افغانستان ته تلو ته مجبور کړي وي. ځينو افغان مهاجرو ادعا کړې چې پولیسو ورسره ناوړه چلند کړی، پېسې ورنه اخلي او آن توقیفخانو ته يې اچول کیږي.
(dpa)mks/mns