پاکستان: هندي ځواکونو اووه پاکستاني عسکر وژلي
۱۳۹۵ آبان ۲۴, دوشنبهد آلمان خبري آژانس د پاکستان د پوځ له قوله لیکلي دي چې هندي ځواکونو د اوسنۍ پولې یا «لاین آف کنټرول» باندې د هاوان مرمۍ او توپخانې ډزې کړې دي. د پاکستاني پوځ په وینا دغو فیرونو تیره شپه څو ساعته دوام درلود.
په سپتمبر میاشتې کې د وسله والو یاغیانو له لوري د ۱۹ هندي عسکرو تر وژل کیدو وروسته دا په کشمیر کې د پوځي پرسونل تر ټولو لوړ شمیر دی چې د وژل کیدو رپوټ یې ورکول کیږي. د هندي عسکرو د وژل کیدو راهیسې د دواړو گاونډیو هیوادونو چې د اتومي وسلو خاوندان هم دي، ترینگلتیا ډیرې شوې ده.
هند د سپتمبر د میاشتې د برید تور په جهادي ډلې ولگاوه چې په ظاهري توگه له پاکستانه فعالیت کوي، خو اسلام آباد بیا دغه تور ردوي.
د آلمان د خبري آژانس په حواله د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف، دغه څه د یوه «بربنډ تیري» په توگه غندلی. د نواز شریف له خوا په خپره شوې بیانیه کې وړاندې راغلي دي چې دوی د هر ډول تیري پر وړاندې له خپلې خاورې څخه دفاع کولی شي.
هند لا تر اوسه د پاکستان د دغې ادعا په هکله څه نه دي ویلي.
د فرانس پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې بیا لیکلي دي چې د سپتمبر میاشتې راهیسې د دواړو هیوادونو له خوا څو وارې له اوربند څخه د سرغړونې رپوټونه ورکړل شوي دي. خو په یوه شپه د اوو سرتیرو د وژل کیدو دا یوه غیر عادي پیښه ده.
د دواړو هیوادونو پوځونه هم پر یو او بل له اوربند څخه د سرغړونې او د ړندو فیرونو تورونه لگوي.