پاکستان: اپوزيسيون ګوندونو د عمران خان د استعفی غوښتنه وکړه
۱۳۹۹ شهریور ۳۱, دوشنبهد پاکستان د اپوزيسيون ګوندونو اتحاد د یکشنبې په ورځ (د سبتمبر ۲۰ نیټه) په يوه ستره غونډه کې د صدراعظم عمران خان او حاکم ګوند خلاف غږ پورته کړ. دوی له صدراعظم عمران خان د استعفی غوښتنه وکړه او په دې موخه ېې د ټول پاکستان په سطحه د لاريونونو د په لاره اچولو غوښتنه وکړه.
د «پاکستان دیموکراتيک خوځښت» (PDM) په نوم د پاکستان د اپوزيسيون ګوندونو اتحاد، په پام کې لرې چې راتلونکې مياشت د هيواد په سطحه خپلې اعتراضي مظاهرې پيل کړي.د نوازشريف لور مريم نواز او د پخوانۍ صدراعظمې بې نظير بهوټو زوی، بلاول بهوټو هم د يکشنبې ورځې د غونډې له ګډونوالو څخه ول.
د اپوزيسيون ګوندونو اتحاد له اعتراض څخه موخه، تر هر څه دمخه د پاکستان په سیاست کې د پوځ رول پر ضد او د يو نوي حساب ورکونکوکي قانون غوښتنه ده.
د پاکستان پخواني صدراعظم او د پاکستان د مسلم ليګ نواز ګوند اوسني مشر، نوازشريف د ويډيو کنفرانس له لارې غونډې ته وويل چې د پاکستان پوځ اوس د «حکومت په منځ کې د يوه بل حکومت پر ځای د يوه دولت پر سر د بل دولت ځای خپل کړی دی.«
کله چې نوازشريف په خپلو خبرو کې د هغو پوځي جنرالانو نومونه چې پر وينا يې په سياست او اختلاس کې دخيل دي نومونه واخيستل، په ځينو تلويزيونو کې یې آواز بند کړل شو.
شريف زياته کړه: «موږ داسې انتخابي ليډران غواړو چې د هيواد چارې پر مخ يوسې، اقتصاد اداره کړي او د هیواد د بهرني سیاست په اړه تصميم ونيسي.»
پخواني صدراعظم دغه راز ادعا وکړه چې پوځ په انتخاباتو کې درغلۍ وکړې چې په نتیجه کې يې عمران خان د صدراعظم په توګه انتخاب شو.
شريف چې له تیر نومبر راهیسې په لندن کې تر درملنې لاندې دی، وويل: «زموږ مبارزه د هغو افرادو پر وړاندې ده چې عمران خان يې په څوکۍ کينولی او د هغو چې په انتخاباتو کې يې لاسوهنې وکړې تر څو د هغه په څير يو ناتوانه کس د هیواد د خرابولو له پاره واک ته ورسوي.»
د پاکستان د خلکو ګوند (PPP) مشر بلاول بهوټو زرداري وویل چې پوځ باید په سياست کې هيڅ ډول رول ونه لري.
د پاکستان اپوزيسيون اتحاد په داسې وخت کې غوڼده کوي چې پاکستان په ځينو سیمو کې د پاکستاني طالبانو د نوو احتمالی ډلو له جوړيدو سره مخ دی.
د پاکستان پوځ د يکشنبې په ورځ، د پاکستان په شمال لويديځ کې د اورپکو له خوا د دوو پاکستاني پوځیانو د وژلو خبر ورکړی وو. پاکستاني طالبانو د روانې میلادي مياشتې (سبتمبر) په پیل کې د پاکستان پوځ د درو سرتيرو د وژلو مسئوليت منلی وو. دغه پوځيان د پاکستان په شمال لويديځ کې د سړک غاړې يوه ماين په چاودنه کې وژل شوي ول.
آژانسونه/م.ک.ص./ب.ص.