پاکستان غواړي مظاهره کوونکي پوځي محکمو ته حاضر کړي
۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۷, چهارشنبهد جنوبي آسیا په هیواد پاکستان کي تیره اونۍ پس له هغه لاریونونه رامنځته سول چي د اپوزیسیون مشر په اسلام اباد کي له محکمې څخه وایستل سو. مظاهره کوونکو پر ډېرو پوځي ودانيو بريدونه وکړل. د پولیسو په حواله څه د پاسه ۴۰۰۰ انسانان ونیول سول. زیاتره یې اوس هم په زندانونو کي دي.عمران خان په دې ترڅ کي بیرته خوشي سوی دی.
د بشري حقونو سازمانونو پر دغه ډول اعلان باندي انتقادونه کړي دي. د بخښني نړیوال سازمان څرگنده کړې ده: «پوځي محکمو ته د ملکي کسانو حاضرول له نړیوالو قوانینو سره مطابقت نه لري.» دا د اپوزیسیون پر وړاندي «د بیري یو خاص تاکتیک» دی.
آیا احتجاجونه به د قاضي القضات له دندې د ګوښه کیدو سبب شي؟
د پاکستان د بشري حقونو سازمان کمېسیون، د سیاستوال عمران خان د گوند د غړو د پرخپلسر نیول کیدو خبره کړې ده. همدارنگه د تیرکال تر اپریل مياشتي پوري د خان د تقریباً څلورکلني دورې پر وخت هم ملکي کسانو باید پوځي محکمو ته جواب ویلی وای.
نوموړی پخوانی لومړی وزير د سترې محکمې د امر پر اساس اوس بیرته له بنده آزاد سوی دی. د کريکټ د دغه پخواني ستوري بیرته نیول کیدل هم له امکانه لیري نه بریښي.
له هغه وروسته چي عمران خان د نه باور رایو له امله گوښه سو، قضايي ادارې په تکرار سره پر هغه باندي تورونه لگولي دي. څارونکي د دې کار لامل سیاسي دلایل بولي.
عمران خان پخپله په وار وار سره پر واکمن پوځ تور لگولی دی چي د ده پرضد په دسیسه کي لاس لري. نوموړی ۷۰ کلن بیا هم د سیاسي راستنیدو په تمه دی.
GP/NZ/AG