پاکستان: د چت رالويدو په پېښه کې ۹ کسان مړه شوي
۱۴۰۱ مهر ۱۷, یکشنبهاعلان
د پولیسو افسر، امتیاز خان، وويل چې دغه پېښه د ګلګت بلتیستان سېمې په چيلاس ښارګوټي کې رامنځ ته شوې ده. هغه زیاته کړه چې په مړه شوو کسانو کې مور، د هغې څلور زامن او څلور لورګانې شامل دي. د خان په خبره د مړه شوو ماشومانو پلار په یوه رستورانټ کې کار کوي چې د پېښې پر وخت په کار کې وو.
زياته شوې چې د کوټې د چت د غورځېدو په غږ، ګاونډیانو د پېښې ځای ته ځانونه ورسول خو بریالي شوي نه دي چې دغې کورنۍ ته نجات ورکړي. د پولیسو په خبره، مړو شوو خويندو او وروڼو د ۲ او ۱۲ کلونو تر منځ عمرونه درلودل.
په پاکستان کې دا ډول پېښې غيرمعمول نه دي، چې دليل يې په ودانیو کې د محافظتي معيارونو په نظر کې نه نيول دي. ډيری خلک د خراب اقتصادي وضعیت او د عایداتي سرچينو د نه درلودلو له کبله له خټو او لرګيو جوړ په ډيرو عادي کورونو کې ژوند کوي.