پاکستان: د يوه سړي د وژني په تور ۲۳ کسان نيول سوي
۱۴۰۳ تیر ۴, دوشنبهد پاکستان پوليسو ويلي دي چي د هغه سړي د وژني په تور يې ۲۳ کسان نيولي دي، چي قرآن ته د سپکاوي په تور د خلکو يوې ډلي وواژه.
د پاکستان د پوليسو وياند د دوشنبې په ورځ د آلمان خبري آژانس «دي پي اي» ته د ۲۳ شکمنو کسانو نيول کيدل تائيد کړل او زياته يې کړه چي د نورو تورنو کسانو په هکله پلټني رواني دي.
د تيري پنجشنبې په ورځ يوې راپاريدلي ډلې د پاکستان په شمال لويديځ سوات په دره کي يو سړی په دې تور چي قران ته يې سپکاوي کړی دی، د مرگ تر سرحده وهلي ډبولي او وروسته يې جسد ته اور اچولی وو. دغي ډلې مخکي له هغه د پوليسو پر ادارې هجوم ور وړی وو او هغه سړی يې چي د پوليسو تر ساتني لاندي وو، راويست.
په پاکستان کي مقدساتو ته سپکاوی کيدای سي د اعدام سزا له ځانه سره ولري، ولي تر دې مهاله چارواکو دا ډول حکم پر هيچا عملي کړی نه دی، خو تر اوسه پوري څو واره داسي پيښي رامنځته سوي دي چي اسلام ته د سپکاوي په تور کسان، د يوې عصباني ډلې له خوا پر لارو او سړکونو باندي وهل سوي او بلاخره وژل سوي دي.
GP/NZ/AG