پاکستان: د سیلابونو او بارانونو ویجاړۍ د انځور په ژبه
په پاکستان کې مون سون شديدو بارانونو تر ۱۰۰۰ څخه زيات انسانان وژلي او په زرونو نور يې ژوبل کړي او تقريبا ۲۲۰ زره کورونه یې ويجاړ کړي دي. د پاکستان حکومت له يوې سترې فاجعې څخه خبره کوي.
د حيدرآباد په کوڅو کې په لاس جوړې کښتۍ
د زيات شمېر نورو سيمو تر څنگ د پاکستان په سويل کي واقع د میليوني ښار حيدرآباد کوڅې هم له اوبو ډکي دي. د رسمي شمېرو له مخي په زياته د پاکستان سويل د ۲۰۱۰ کال په شان سختو سېلابونو څخه اغېزمن سوی دی. په ياد کال د پاکستان تقريبا پنځمه برخه تر سېلابونو لاندي راغلې وه او تر ۲۰۰۰ څخه زیاتو انسانانو خپل ژوندونونه له لاسه ورکړي ول.
د بلوچستان سره اړيکه پرې سوې ده
د پاکستان سويل لوېديځ هم په لوړه اندازه له سېلابونو څخه اغېزمن سوی دی. څلور واړه هغه لوی سړکونه چي د بلوچستان ايالت د پاکستان له نورو برخو سره وصل کوي، يا خو بندې سوي او يا له منځه تللي دي. د اورگاډو تگ راتگ هم درول سوی دی. د دې تر څنگ د نوري فايبر کېبل ته هم زيان اوښتی دی چي له کبله يي په ټوله سيمه کي د تماس نيولو بنيادي جوړښتونه اغېزمن سوي دي.
تر ۳۳ میليونو څخه زيات انسانان بېځايه سوي
دمگړی په پاکستان کي تر ۳۳ میليونو څخه زیات انسانان داسي دي، چي دايمي د سرپټي ځای نه لري. په دغه انځور کي د بلوچستان ايالت يوه کورنۍ ليدل کيدلای سي چي يوې غونډۍ ته يې پناه وړې ده. د دغې کورنۍ په شان په بلوچستان ايالت کي زيات شمېر نورې کورنۍ بې کوره سوي او په خورا خراب حالت کي شپې سبا کوي. په دغه ايالت کي زيات پلونه او سړکونه تخريب سوي دي.
په باران کي د خير غوښتنه
د حيدر آباد اوسېدونکی دغه کس په باران کي ناست دی او د خپلي بيزو په مرسته له خلکو د خير غوښتنه کوي. د پاکستان پوځ ويلي دي چي ټول صاحب منصبان به يې د خپلي يوې مياشتي تنخوا د سېلاب ځپلو سره د مرستي لپاره ورکړي. د سېلاب ځپلو سره د مرستي لپاره ږغ سوی دی.
د لا زياتو بارانونو اټکل
کارپوهان په پاکستان کي د سختو بارانونو لامل اقليمي بدلونونه اټکلوي. د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف ژمنه کړې ده چي د هيواد د بيا رغولو لپاره به پوره هڅه کيږي. د هغه په وينا اوس تمرکز د نورو تلفاتو پر مخنيوی دی. کارپوهانو د لا زياتو بارانونو اټکل کړی دی.