پاکستان کې د چرمښکيو د وازدې بازار ولې تود شوی؟
۱۴۰۲ اردیبهشت ۸, جمعهد فرانسې خبري آژانس د رپوټ په حواله، د راولپنډۍ په راجا بازار کې د چرمښکیو او کربوړو غوښې د لړم په غوړو کې په داسې حال کې چې سرې مصالې هم ورباندې لګول شوي، مشتریانو ته اېښودل شوي دي. دغه بازار چې ادعا کیږي یو تور بازار دی، د «سنډا تيل» په نوم شهرت لري. د بازار فضا په تورو تبیو کې د سوځيدلو غوړو بوی په سر اخیستې خو دا په بازار کې د موجوده افرادو له پاره کومه د حیرانتيا خبره نه ده.
ويل کیږي چې دغه چرمښکۍ په غیرقانوني توګه ښکار کيږي. مخکې له دې چې د غوړو په تبۍ کې چې د ګازو ډبه ورته چالانه ده، سره کړل شي، هملته ځای په ځای د بازار د پياده رو په یوه څنډه کې په بېرحمانه توګه قصابي کيږي.
ياسر علي، د راولپنډۍ په راجا بازار کې یو له هغو کسانو څخه دی چې دغه کار و بار کوي، هغه وايي: «تاسو يوازې ۵ څاڅکې د بدن پر اغیزمنې شوې برخې واچوئ او مالش يې کړئ.» ۴۰ کلن یاسر وايي چې دا د جنسي قوت له پاره اغیزمن شی دی. هغه په داسې حال کې چې پر یو ترپال ېې د چرمښکيو مرتبانونه خواره کړې، د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «دا د جنسي قوت په زیاتېدو کې بيخي جادو کوي.»
ورته نور ولولئ:وروستهمیاشتنی عادت څنګه د جنسي اړیکي پر غوښتنه اغیز لري؟
علي خپل هغه مشتریان چې هټۍ ته ېې راغلي او مرتبانونه چیک کوي، تشویقوي تر څو له هغو څخه واخلي. هغه خپلو مشتریانو ته وايي: «دا د خوند او ښو شېبو لرلو له پاره یوه وسيله ده» دا به تاسو د «پولادو په څير قوي کړي.»
علي په داسې حال کې چې په یو مشتري کې ېې خپلې سترګې ورخښې کړي هغه ته قسم خوري او ورته وايي چې «دا به ستاسو میرمنې ته خوشالي ورپه برخه کړي.» علي دغه مشتري ته وايي چې «دا واخله او امتحان ېې کړه.»
۶۲ کلن سلطان محمود چې ادعا کوي له درو لسیزو راهیسې دغه مواد کاروي، د خپل قوي جنسي زور په اړه وضاحت ورکوي او د دغو موادو په هکله وايي چې دا «د یوې معجزې په توګه کار کوي.»
دغه چرمښکې چې بالغانې يې تر ۶۰ سانتي مترو پورې اوږدوالی لري، د پنجاب او سیند په دښتو کې کله چې له خپلو سوړو راوځي، ښکار کيږي او بیا د سنډا تيل بازار ته راوړل کيږي.۲۵ کلن محمد نصیر، د اسلام آباد په ۲۰ کیلومترۍ کې د اديالا په نوم کلي په اطرافو کې کله چې د شپې تیاره نور مخ په کمېدو کیږي، د ښکار جال خوروي او د څو ساعتونو په جریان کي د دغو چرمښکيو له يو درجن څخه ډېرې نيسي.
ورته نور ولولئ:نارينه به هغه ټابليټ وکاروي چي د ښځو د ميندوارۍ مخه نيسي؟
نصير وايي: «موږ تر نيولو د چرمښکۍ ملا ورماتوو، دغه حیوان د ګولۍ په څير چټک حرکت کوي او موږ دغه کار د هغوی له تېښتې څخه د ډاډمنتا په خاطر کوو.»
هغه تر څنګ دا هم وايي: «د چرمښکیو ښکار يو څه دردونکی هم دی، چې له هغو څخه د طبیعي ژوند حق اخلو، خو موږ له همدې لارې خپله نفقه پېدا کوو.»
په رپوټ کې د پاکستان د کورني ماحول او ټولنېز ژوند ته اشاره شوې ده چې په کې پر جوړو یا پر ښځو او مېړونو د لويې کورنۍ د تشکيل له پاره ټولنیز فشار زیات وي. په دغه هیواد کې غیرحاملګي شرم ګڼل کيږي په داسې حال کې چې د ویاګرا په څېر درملو باندې باور هم کم شوی دی، خو د جنسي طاقت له ناقانونه درملنې سره علاقمندي لا هم په خلکو کې محبوبه ده. دغه وضعیت مرسته کړې چې دغه کار و بار چالان وي.
خو په اسلام آباد کې یو معالج ډاکټر، احمد شهاب له دا ډول درملنو سره مخالف دی. هغه وايي: «دا کاملاً یو بېهوده کاروبار دی او هغه ادعاوې چې دوی ېې کوي چې ګواکې دغه غوړ ګټور دي، حقیقت نه لري.»
ورته نور ولولئ:د جنسي قوت د غښتلتیا درملو «ویاګرا» شل کاله پوره شول
شهاب وايي په پاکستان کې جنسي کمزورتیا یوه تابو موضوع ده چې شخص ته ېې بربنډول شرم ښکاري. هغه وايي دغې موضوع مرسته کړې چې خلک دغه ډول لارو چارو ته مخه او پرې باور وکړي.
شهاب زیاتوي: «سکس داسې یوه موضوع ده چې خلک ورباندې ډير عمیق فکر کوي، او دغه خلک (کاروباریان) بیا داسې خلک تېر باسي.» ډاکټر شهاب ټینګار کوي: «موږ باید د خلکو طرز تفکر تغییر کړو او هغوی ته روزنه ورکړو.»
د چاپېریال ساتنې په نړيوال صندوق کې د تحقیقاتو او حفاظت ارشد مدير، جمشید اقبال چوهدري وايي چې له دې لارې د جنسي کمزورتيا په ارتباط ټولې ادعاوې «کاملا ناسمې او له حقیقته لري دي.»
ورته نور ولولئ:
دا په داسې حال کې ده چې علي یاسر وايي چې دی د خپل دغه کار په خاطر د حیات وحش ساتنې ادارې د مسئولينو له خوا «ډير ځله» نيول شوی هم دی. خو هغه وايي چې له څه کم لس زره کلدارو جرمانې تر ورکولو وروسته بېرته آزاد شوی او بیا ېې خپل دغه کار ته ادامه ورکړې ده.
(AFP)mks/mns
د حیواناتو پر موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم هم کتلی شئ: