پاکستان د ارشاد شریف د قتل قضېې ته یو نظارتي پلاوی ټاکلی
۱۴۰۱ آذر ۱۵, سهشنبهاعلان
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت او د تحقیقاتو فدرالي (اف آی اې) ادارې په یوه اعلامیه کې ويلي دي چې محکمې د کنیا له خارجه وزارت څخه د قتل قضېې اړوند د لومړنیو ځوابونو غوښتنه کړې ده.
د وژل شوي پاکستاني ژورنالیست ارشاد شریف دغه قضیه د محکمې له خوا په داوطلبانه توګه مطرح شوې ده. ياد پاکستانی ژورنالیست په اکتوبر میاشت کې د کنیا په پایتخت نایروبي کې په ډزو ووژل شو.