پاکستان د ابابیل په نوم بالستیک توغندي آزموینه کړې
۱۴۰۲ مهر ۲۷, پنجشنبهد پاکستان پوځ په حواله «د توغندیو د دې سیستم هدف په سیمه کې د دفاعي ځواک پیاوړي کول او د ستراتیژیک ثبات مستحکم کول دي.» د پاکستان پوځ ویلي دي چې د چهارشنبې په ورځ یې د ابابیل توغندیو د سیستم بریالۍ آزموینه کړې ده.
د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې (آی اس پي ار) له خوا خپره شوې اعلاميه کې ویل شوي دي چې ابابیل له ځمکې څخه ځمکې ته د منځني واټن بالستیک توغندی دی چې پاکستان جوړ کړی دی.
د دې سیستم هدف څه دی؟
د (آی اس پي ار) د اعلامیې په حواله «د توغندیو د دې سیستم هدف په سیمه کې د ستراتیژیک ثبات پیاوړې کول دي. د دې ازموینې هدف د مختلفو طرحو، مسلکي پرامترونو او د مختلفو وسلو د سیستمونو ارزونه وه.»
د پاکستان ولسمشر داکتر عارف علوي، سرپرست لومړي وزیر انوارالحق کاکړ او د پوځي خدماتو مشر هم د دې کامیابۍ له کبله د ستراتیژیکو ځواکونو ټولو غړو ته مبارکي ویلې ده.
د توغندیو نورو سیستمونو ته امادګي
پاکستان تر دې مخکې په ۲۰۲۱م کال کې هم په دغه هیواد کې د جوړ شوي له لیري کنترولیدونکي «فتح-۱» توغندي بریالۍ آزموینه کړې وه.
دغه توغندی تر ۱۴۰ کیلومترو پورې په دقیق ډول د هدف په نخښه کولو توان لري.
بل لور ته د پاکستان هوایي ځواکونو د دسمبر پر ۳۰ نېټه د ټهنډر بلاک- -JF۱۷ ډوله جنکي الوتکو د جوړولو په پیلولو سره یو مهم بنسټ کيښود. دا په عصري رادار سیستم سمبال دی او د هند د رفایل الوتکو د وړتیاو مقابله کولی شي.
د یادونې وړ ده چې په ۱۹۴۷م کال کې د پاکستان او هند تر ویش یا تقسیم وروسته د دغو هیوادونو ترمنځ درې جنګونه شوي دي.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز