پاکستان: ترهګریز برید کې د پوځیانو په ګډون ۱۳ تنه وژل شوي
۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۳, شنبهد جمعې په سهار د شمالي بلوچستان په مرکز مسلم باغ سیمه کې د پاکستان د سرحدي ځواکونو پر یوه مرکز برید وشو. د پاکستاني پوځ په اعلامیه کې راغلي دي چې تر دې برید وروسته ځواکونو یې د یرغمل نیول شوو کسانو د ژغورنې او د «تروریستانو» له موجودیت څخه د سیمې پاکولو په موخه عملیات ترسره کړل.
پاکستاني طالبان خپل فعالیتونه نوو سیمو ته غځوي
ویل کیږي چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۶ تنه پاکستاني سرتیري او یوه ملکي کس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د دغو متقابلو ډزو په جریان کې د یوې ښځې په ګډون شپږ تنه نور بیا ټپیان شوي دي. شپږ تنه «ترهګر» هم د دغو عملیاتو یا برید کې په وژل شوو کسانو کې شامل دي.
د پاکستاني پوځ په حواله برید کوونکي په ښو وسلو سمبال ول او د دې مرکز پر احاطې یې برید کړی و.
د نورو موضوعاتو له پاره زمونږ یوټیوب شبکې ته سر ورښکاره کړئ:
د نورو موضوعاتو له پاره زمونږ فیسبوک شبکې ته سر ورښکاره کړئ:
د دې اعلامیې په یوه برخه کې راغلي دي: «امنیتي ځواکونه له ولس سره په هم غږۍ د بلوچستان د ثبات او پرمختګ د خرابوونکو د هر ډول هڅو خنثی کولو ته ژمن دي».
د پاکستان پوځ: د بلوڅ اورپکو مشر مو نيولی دی
بلوچستان د پاکستان تر ټولو ستر ایالت دی چې له ایران او افغانستان سره ګډه پوله لري. دغه ایالت په پرله پسې ډول د اسلام پاله ملیشه و، توکمیزو ډلو او ولسي بیلتون غوښتونکو له خوا په نښه کیږي.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ص