1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: ترانس جندرانو ته د شناختي کارډونو ويش بيرته پېل شوی

۱۴۰۲ مهر ۴, سه‌شنبه

پاکستاني چارواکو او فعالانو ويلي دي چې په دغه هېواد کې ترانس جندرانو ته د شناختي کارډ د ويش لړۍ بيرته پېل شوې ده. څه موده وړاندې د پاکستان د فدرالي شريعي محکمې د يوې پريکړې په پايله کې دا لړۍ درېدلې وه.

https://p.dw.com/p/4WpSV
آرشيف انځور: په کراچۍ کې د فدرالي شريعې محکمې د پريکړه پر ضد مظاهره
آرشيف انځور: په کراچۍ کې د فدرالي شريعې محکمې د پريکړه پر ضد مظاهرهانځور: Fareed Khan/AP Photo/picture alliance

څلور میاشتې وړاندې د پاکستان د شناختي کارډونو يا پاکستانۍ تذکرې د ورکړې ادارې «نادرا» له خوا ترانس جندرانو ته تر هغه وروسته د شناختي کارډونو ويش ودراوه چې د فدرالي شريعې محکمې يوې شخړه ایزې پريکړېد ترانس جندرانو د خوندیتوب د يوه قانون ځينې برخې لغوهاعلان کړې.

د دې پريکړې پر اساس ترانس جندر نه شي کولی په خپله خوښه خپل جنسيت بدل کړي او دا چې دوی ته مساوي حقونه ورکول د اسلام سره په ټکر کې واقع کيږي.

د معلوماتو او ثبت ملي ادارې يا «نادرا» په می میاشت کې د محکمې د دې پريکړې وروسته  دغو کسانو ته د شناختي کارډونو ورکړه ودروله.

په پاکستان کې شناختي کارډ د بانکي حساب پرانيستلو، د موټر لايسنس ترلاسه کولو، روغتيايي خدماتو ته د لاس رسي او د ورځني ژوند د نورو چارو له پاره اړين دی.

د پاکستان فدرالي شريعي محکمه د دې صلاحيت لري څو وارزوي چې د پاکستان د پارلمان له لوري تصويب شوي قوانين له اسلام سره مطابقت لري او که څنګه؟

ټولنیز فعال فرحت الله بابر، د اسوشتيد پريس خبري آژانس ته وويل چې دبشري حقونو فعالانو د محکمې د پريکړې په اړه دعوا کړې وه او غوښتنه یې کړې وه چې دا پريکړې دې لغوه اعلان شي ځکه چې دا ترانس جندر خلک له خپلو بنسټيزو حقونو څخه محروموي.

د ترانس جندرانو ځيني یې د ژوندي پاتې کیدو له پاره سوال کولو او يا نڅا او یا حتی بد لمنۍ ته اړ کیږي.
د ترانس جندرانو ځيني یې د ژوندي پاتې کیدو له پاره سوال کولو او يا نڅا او یا حتی بد لمنۍ ته اړ کیږي. انځور: DW

د نادرا چارواکو تائيد کړې ده چې دوی ترانس جنډر کسانو ته د شناختي کارډونو ويش بيرته پېل کړی دی او ويلي يې دي چې حقوقي ډله یې دې نتیجې ته رسېدلې ده چې دوی په داسې حال کې چې د شريعي محکمې د دې پريکړې په اړه دعوا روانه وي، دا چاره پر مخ وړلای شي.

د پاکستان د قانون له مخې د يوې محکمې پريکړه تر هغه اغیزمنه نه وي تر څو يې پر ضد د شوې دعوې او يا د بيا کتنې په اړه وروستی تصميم نه وي نيول شوی.

د پاکستان پارلمان په ۲۰۱۸م کال کې د ترانس جندر [د حقونو د ساتنې] قانون تصويب کړ چې د دوی جنسيتي هويت پيژندنه هم پکې شامله وه.

خو په ډېرو مسلمان اکثريت لرونکو هېوادونو کې ترانس جنډر کسانو ته په سپکه سترګه کتل کیږي او زياتره وخت هغوی څنډې ته کیږي. ځیني يې د ژوندي پاتې کیدو له پاره سوال کولو او يا نڅا او یا حتی بد لمنۍ ته اړ کیږي. دوی تل په دې ويره کې ژوند کوي چې د بريد ښکار به شي.

د نادرا دا پریکړه د ترانس جندرانو له پاره د فعاليت کوونکو له هرکلي سره مخامخ شوې ده. يوې فعالې ناياب علي پر ايکس شبکه [پخواني تويتر] لیکلي دي: «په پاکستان کې ترانس جندر خلکو له پاره فعاليت کوونکو ټولو فعالانو ته د دوی د نه ستړې کیدونکې مبارزې له کبله مبارکي وايم.»

نوموړې زياته کړې: «له ټولو بنسټونو د زړه له تله مننه کوم.»

زموږ له آرشيف څخه:

نرښځيان د پاکستان په پارلمان کي غړيتوب غواړي