پاکستان: بلوچستان کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې ده
۱۴۰۳ شهریور ۳, شنبهد پولیسو په حواله د بلوچستان په پشین سیمه کې د یوې چاودنې په پایله کې دوه ماشومان وژل شوي، په داسې حال کې چې ۱۶ تنه نور ټپیان شوي دي. د لومړنیو معلوماتو په حواله کیدای شي د مړو شمیر لوړ شي.
د ښار د یوه لوړپوړي پولیس افسر منظور بلیدي، په وینا «د ریموټ کنترول بم د چاودنې په پایله کې ټپيان شوو کې ۷ تنه د پولیس مامورین هم شامل دي.» نوموړي زیاته کړه چې چاودنه د پولیسو مرکز ته نږدې رامنځته شوې ده.
یوه بل پولیس افسر مجیب الرحمن وویل: «چاودیدونکي مواد په یوه درول شوي موټرسیکل کې ځای پرځای شوي وو، چې ترڅنګ یې تیریدونکي دوه ماشومان ځای پرځای ووژل شول.»
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ماشومانو پر وژل کیدو خپله خواشیني او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله کړې ده.
مجیب الرحمن زیاته کړې ده چې پولیسو پلټنې پیل کړي دي او په ټپیانو کې د ځینو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
تر اوسه پورې کومې ډلې یا شخص د دې برید مسئولیت نه دی منلی، خو بلوچ بلیتون غوښتونکو ته د شک په سترګه کتل کیږي چې په تیرو څو میاشتو کې یې پر امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو خپل بریدونه ډیر کړي دي.
د طبیعي منابعو غیر عادلانه ویش
د میلیاردونو ډالرو په ارزښت پروژو سربیره، بلوچستان د پاکستان تر ټولو بې وزله او کم نفوسه ایالت پاتې شوی دی. بیلتون غوښتونکي د پاکستان پر واکمنانو د طبیعي منابعو د غیر عادلانه ویش تور لګوي او د څو لسیزو راهیسې یې له تاوتریخوالي ډک اقداماتو لړۍ جاري ساتلې ده.
که څه هم د اسلام آباد حکومت په دغه ایالت کې د شورش د ختمولو له پاره پوځي عملیات هم ترسره کوي، خو په دغه ځای کې امنیتي وضعیت مخ پر خرابیدو دی. بلوچ بیلتون غوښوتونکو څو ځله په پاکستان کې د چین هیواد ګټې هم په نښه کړي دي.
د سویلي آسیا د تروریزم پورتال د رپوټ پر بنسټ، د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې د ترهګرۍ اړوند ۲۴۸ پيښې ثبت شوي دي.
آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا