«پاکستان باید د تروریزم د مالي تامین خلاف نور عمل هم وکړي»
۱۴۰۰ اسفند ۱۴, شنبه
پاکستان به تر هغه وخت پورې په دغه نوملړ کې پاتې وي چې د پيسو سپینولو او د تررويزم د مالي تامين د مخنیوي اړوند ټولې لارښونې عملي کړي.
دغه خبره د «فایننشيل اېکشن تاسک فورس» (FATF) په نوم د پيسو سپينولو او ترهگرۍ تمويل کولو پر وړاندې مبارزه کوونکي نړيوالې ډلې کړې ده. یادې ډلې دغه اعلان د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د مارچ ۴مه) د فرانسې په پلازمينه پاريس کې د يوې اونۍ غونډې وروسته کړېده.
د څار دغې ډلې ويلي دي چې پاکستان په ۲۰۱۸م کال کې تعين سوي د خپل پلان له ۲۷ نقاطو څخه صرف ۲۶ عملي کړي دي.
په اعلامیه کې ويل شوي دي چي پاکستان بايد څومره ژر چي ممکنه وي، هومره ژر د ترهگرۍ د تمويل کولو ضد د بريالۍ مبارزې او په دې توگه پاته اوه ويشتم ټکی هم عملي کړي.
اف اې ټي ام، په ۲۰۱۸م کال کې د ملګرو ملتونو سازمان او د هغه د اروپايي متحدينو په غوښتنه، پاکستان د څار په لیست کې شامل کړ.
د پاکستان پر ځواکمن پوځ باندې تر ډيره تور لګول کیږي چې اسلامپاله وسلوالو څخه ملاتړ او ځای ورکوي، او له هغوی څخه د هندوستان او ګاونډي هیواد افغانستان پر ضد کار اخلي.
مخکې له دې چې پاکستان د اف اې ټي اف ډلې تر فشار راوستل شي، په دغه هیواد کې د طالبانو په څیر تروريستي ډلو او د هغوی پورې اړوندو افرادو د مالي سرچینو پر تقويې باندې هيڅ ډول بندیزونه موجود نه ول.
آ/م.ک.ص./ا.ا.