پاکستان او هند وایي چې د یو او بل الوتکي يي راغورځولي
۱۳۹۷ اسفند ۸, چهارشنبهد هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند راجیش کمار، ویلي دي چې دوی هغه پاکستانۍ جېټ الوتکه ویشتلې ده چې «د هند لور ته يي د پوځي تأسیساتو د هدف ګرځولو» په عملیاتو کې برخه درلوده. د هغه په خبره دغه برید ناکامه شوی دی. د پاکستان په خاوره کې د هندي الوتکو تر بمبارۍ یوه ورځ وروسته چې د هغوی په خپله وینا یو ترهګر مرکز یي په نخښه کړی دی دواړو لورو ته ترینګلتیا مخ پر ډیریدو ده.
راجیش کمار په خپلو څرګندونو کې وړاندې ویلي دي: «پاکستانۍ الوتکه د ځمکني ځواکونو له لوري لیدلې شوې ده چې له آسمانه پاکستاني لور ته رالویده. په دغه نښته کې له بده مرغه موږ یوه میګ – ۲۱ الوتکه له لاسه ورکړه. پیلوټ د دغه ماموریت په ترڅ کې لادرکه دی. پاکستان ادعا کړې ده چې د هغوی په توقیف کې دی.»
هند او پاکستان هوایي ډګرونه تړلي
تر دې دمخه هندي چارواکو ویلي وو چې درې پاکستانۍ جېټ الوتکې د هند هوايي قلمرو ته ننوتې وې چې دوی بیرته ګرځولو ته اړ ایستي.
د یوه هندي چارواکي له قوله ویل شوي دي چې د هند هوایي ځواک د سرینګر او دغه ځای ته څیرمه په نورو درو ایالتونو کې کې د یادو پيښو په تړاو د هوایي ډګرونو د تړلو امر کړی دی.
هندي هوایي شرکتونو د دغه هیواد په شمال کې شپږو ښارونو ته خدمات درولي دي. هوایي شرکتونو د امرتسر په شمول چندي ګړ، دهرادون، جمو، لیح او سرینګر ښارونو ته به د هوایي قلمرو د محدودیتا له کبله الوتنې اغیزمنې شي.
تر دې لږ څه وروسته د پاکستان د هوايي چلن ادارې له هند سره د ترینګلتیا د زیاتید په پایله کې د ټولو سوداګریزو الوتنو پر مخ خپل هوایي قلمرو تړلی دی.
په عین وخت کې د پاکستان لومړي وزیر ولس ته په خپله وینا کې وویل چې باید له عقل او حکمت څخه کار واخیستل شي او جګړه د هیچا په ګټه نه ده.
تر دې دمخه د پاکستان د پوځ ویاند تورن جنرال آصف غفور د خپل ټویټر په پیغام کې لیکلي ول: «د پاکستان هوایي ځواک د پاکستان په هوایي قلمرو کې دوې هندۍ الوتکې راغورځولي دي.» یوه الوتکه د پاکستان تر ولکې لاندي کشمیر کې راغورځیدلې ده او بله الوتکه بیا د هند تر ولکې لاندي کشمیر کې لویدلې ده. د آصف غفور په وینا یو پیلوټ د ځمکني ځواکونو له لوري نیول شوی دی. د پاکستان د پوځ په وینا هندې الوتکې د دوی خاورې ته ننوتې وې. پاکستاني رسنیو اوس د دوهم پیلوټ د نیولو ادعا هم کوي.
د پاکستان له لوري دغه ګام یوه ورځ وروسته له هغې اخیستل کیږي چې هند د پاکستان په بالاکوټ سیمه کې په یوه هوایي برید کې د جیش محمد په نوم تندلارې ډلې د یوه مرکز د له منځه وړلو خبر ورکړ. خو پاکستان هوایي برید تائید کړی وو او د شکمن ترهګر مرکز د له منځه وړلو خبر یي رد کړی وو.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په خپل قلمرو کې د دوو هندي الوتکو د ویشتل کیدو او یوه پیلوټ د نیول کیدو خبر تائید کړی دی.
تر دې دمخه د پاکستان له لوري د الوتکو د ویشتل کیدو د خبر خپریدو وروسته اسوشتید پرس خبري آژانس د هند د هوايي ځواک د ویاند انوپم بنرجي، له قوله لیکلي ول چې دوی د پاکستان د بیانیې په هکله کوم معلومات نه لري.
همداشان د هند د پولیسو یوه جګپوړي چارواکي منیر احمد خان ویلي وو چې یوه هندۍ الوتکه د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې رالویدلې ده. د هغه په خبره په سملاسي توګه د تلفاتو په هکله معلومات نه شته.
د پولیسو یوه بل چارواکي اس. پي. پاني ویلي دي چې د الوتکې د رالویدو ځای بدګام ته د اور وژنې عمله وررسیدلې ده. یوه عیني شاهد ویلي دي چې ځواکونو د الوتکې د رالویدو له ځای څخه خلکو د لیرې ساتلو له پاره هوایي فیرونه کول.