پاپ: ټول انسانانو ته بايد بنيادي عاید حواله سي
۱۴۰۰ مهر ۲۵, یکشنبهپاپ فرانسيس په ښکاره توګه د يو آفاقي معاش د رامنځته کولو ملاتړ کړی دی. نوموړي په يوه ويډيويي پيغام کي د انسانانو له پاره د کاري ساعتونو د شمير کمولو غوښتنه هم کړېده. هغه دا څرګندونې د «ولسي غورځنګونه» د نړيوالې ورځي په ځانګړي نړيوال کانفرانس کي په ويډيويي پيغام کي کړي دي. هغه ويلي: «زه فکر کوم چي دا اقدامات اړين دي.» د هغه په وينا آفاقي معاش به هر انسان ته امکان برابر کړي چي د ژوند اړينو څيزونو ته لاسرسی پيدا کړي.
هغه زياته کړې چي د دې تر څنګ بايد په «عاجله» توګه ټول امکانات وکتل سي چي د کار د ساعتونو په کمولو سره نور کاري ځايونه او په دې توګه روزګار رامنځته سي. د فرانيس په وينا دا نسي کيدلای چي له يو اړخ څخه زيات انسانان تر اندازې زيات کار کوي او په عيني حال کي نور بيا روزګار او کار نه لري.
د خپل نوعيت دغه دريم کنفرانس هم د «مځکه، سرپناه او کار» تر شعار لاندي تر سره سو. په داسي حال کي چي د کرونا پاندمي بحران لا ادامه لري، نو په دوبي کي د سږني کنفرانس د لومړۍ برخي په څېر د دغه کنفرانس دويمه برخه هم په ديجيتالي توګه دايره سوه. په دغه غونډه کي له پنځو سترو وچو څخه استازو ګډون کړی ؤ.
پاپ فرانسيس په خپله ويډيويي وينا کي د پاندمي پر وخت خپلې غوښتنې بيا تکرار کړې. هغه د «خدای په نوم» د درمل جوړونکو شرکتونو څخه هيله وکړه چي د کرونا واکسين حقونه آزاد کړي تر څو دغه واکسين د انسانانو په ګټه تمام سي. هغه د بې وزله هيوادونو د قرضونو معافول وغوښتل او د ماليو د پراخ تقسيم ږغ يې وکړ چي په ترڅ کي يې په نړيواله توګه د لوږي ضد امکانات برابر سي.
د عیسویانو دغه مذهبي مشر د وسلو د توليد توقف وغوښتل او په همدې توګه يې د چاپيريال ساتنې غوښتنه کړې. د ۸۴ کلن پاپ فرانسيس په وينا انسانيت بايد د کرونا پاندمي و اوښتون ته د یو چانس په توګه وويني. هغه وويل چي اوس وخت رارسېدلی دی چي له بلاک کوونکي خودغرضۍ څخه ځانونه خلاص کړو. هغه زياته کړه چي اوس و پېوستون او د مشترکې ښېګڼې پر لور حرکت ته اړتيا سته.
پاپ خواښيني څرګنده کړې ده چي په وينا يې په پوره قوت سره هڅې ادامه لري چي ټولنيز اقتصادي جوړښتونه بېرته هغه حالت ته راوګرځول سي، لکه د پاندمي مخکي چي ول. د هغه په وينا دا به يو ستونزمن کار وي. د پاپ په وينا بهتره به دا وي چي هر څه تر پخوا د بهتره کولو هڅه وسي. هغه په نړيواله توګه په سياسي مسؤليت لرونکو ږغ وکړ چي د ولس ږغ ته غوږ ونيسي او نه د اقتصادي نخبه ګانو غوښتنو ته. پاپ وويل چي په دوامداره توګه د مفاد او ګټې حرص تر کنټرول څخه وتلی دی. پاپ د تېکنوکراتيکي تمايل لرونکي نړيوال کاپيټاليستي جوړښتونو له پاره د داسي بديلو جوړښتونو د رامنځته کولو غوښتنه وکړه چي د «ضايع او اصراف کولو له اوسني کلتور» څخه ليري وي.
پاپ پر رسنيو او د ټيکنالوژۍ پر لويو شرکتونو ږغ وکړ چي په ټولنيزو او خواله رسنيو کي د کرکې، اختراع سوو خبرونو يا فېک نيوز، طوطيه وي تيوريو او سياسي تنظيم سوو تېرايستنو مخه ونيسي. د مثبتې بېلګي په توګه هغه د پوليسو له خوا د افريقايي نسله امريکايي جيورج فلويډ د وژل کېدنې وروسته رامنځته سوی غورځنګ ياد کړ.
آ./ا.ا./ا.خ.ح.
پر ورسته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور: