پاریس د یرغل د قربانیانو ویر کوي
فرانسه د نومبر میاشتې پر ۱۳ نیټه د وژل شوو قربانیانو یادون کوي. د یادون په غونډه کې د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند ژمنه وکړه چې د «اسلامي دولت» ډلې د له منځه وړلو له پاره به هر هغه څه وکړي چې له وسه یې کیږي.
فرانسوا اولاند او همداشان د فرانسې پخواني ولسمشر نیکولا سرکوزي، نورو جگپوړو سیاستوالو او همداشان پوځي چارواکو او د قربانیانو کورنیو د ۱۳۰ قربانیانو نومونو اخیستلو ته غوږ ونیو.
په لزنولید، نومې ودانۍ کې فرانسوا اولاند د خپلې وینا پر مهال «اسلامي دولت» نومې افراطي ډلې ته په اشارې سره وویل چې فرانسه به «د معتصبې اردو چې د دغې جرم مرتکبه شوې د له منځه وړلو له پاره هر څه وکړي.»
دغه مراسم په لزنولید، ودانۍ کې تر سره شول. د ۱۷ پيړۍ دغه ودانۍ د ناپيلیون په قبر او پوځي موزیم مشهوره ده. دا لومړی وار دی چې په دغه ودانۍ کې ملکي قربانیانو ته درناوی وشو.
د نومبر د میاشتې پر ۱۳ نیټه یرغلونو په پاریس کې ۱۳۰ تنه ووژل او نور ۳۵۰ تنه یې ټپیان کړل. د دغې پیښې ځینو ټپیانو هم په دغو مراسمو کې گډون کړی وو. ځینې په ویلچیر او تذکرو کې دغې مراسمو ته راوستل شوي وو.
فرانسوا اولاند د مراسمو ځای ته د لارو په اوږدو کې میشتو فرانسویانو څخه غوښتي ول چې پر ودانیو باندې د دغه هیواد بیرغ راوځوړوي. په دغه انځور کې د مراسمو ځای ته څیرمه یوه ودانۍ ليده کیږي.
دغه سړی د جمعې په ورځ د پلاس دو لا رپوبلیک، مخې ته لیدل کیږي چې ډیر بیرغونه له ځانه سره لیږدوي. دا روښانه نه ده چې دغه سړی بیرغونه پلوري، خلکو ته یې ورکوي او یا دا چې د ولسمشر پیغام یې ډیر جدي نیولی.
فرانسوا اولاند نړۍ ته ډاډ ورکړ چې فرانسه به یرغلونو ته «د لا ډیرو سندرو په ویلو، کنسرتونو او ستودیمونو ته په تللو سره» غبرگون ښکاره کړي. هغه ژمنه وکړه چې فرانسه به د پخوا په څیر پاتې شي.
فرانسوا اولاند د مراسمو په اوږدو کې جدي او هوډمن ښکاریده. د فرانسې ولسمشر وویل چې هیواد به یې د یرغلونو وروسته «ډار او نفرت» ته تسلیم نه شي. دوې اوونۍ تر مخه د یرغلونو له تر سره کیدو راهیسې اولاند له نړیوالو مشرانو سره ملاقاتونه کوي، څو «اسلامي دولت» ډلې ضد ائتلاف له پاره ملاتړ ولري.