سپورت
ټیسټ لوبه: د ویسټ انډیز یوه لوبغاړي اووه افغانان وسوځول
۱۳۹۸ آذر ۶, چهارشنبهاعلان
د ویسټ انډیز او افغانستان تر منځ د ټیسټ لوبې لومړۍ ورځ په داسې حال کې پای ته ورسیده چې افغانستان په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره یوازې ۱۸۷ منډې وکړي. د ویسټ انډیز یوزاې یوه توپ اچوونکي راکیم کورنوال، په ۲۵،۳ اورونو کې د ۷۵ مڼدو په ورکولو سره اووه افغان لوبغاړي وسوځول.
د افغانستان د توپ وهوونکو په ډله کې تر ټولو ډیرې منډې د جاوید احمدي ۳۹ وې. تر هغه وروسته امیر حمزه ۳۴، افسر ځاځي ۳۲، احسان الله جنت ۲۴ او ابراهیم ځدران ۱۷ منډې وکړي. نور هیڅ یوه لوبغاړي هم تر پنځو منډې ډیرې جوړې نه کړي.
دا چې د افغانستان ټوله لوبډله ژر وسوځیده نو ویسټ انډیز په همدې ورځ د منډو په جوړولو پیل وکړ او د دوو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره یې ۶۸ منډې وکړي. د ټیسټ لوبې په دویمه ورځ به ویسټ اندیز بیا هم د منډو جوړولو ته دوام ورکړي.