۱۴۰۲ دی ۱۳, چهارشنبهړنده آلمانۍ سندرغاړې کسندرا می شپيټمن چې هنري نوم یې کس می دی، هغه وخت په هند کې ډېره مشهوره شوه کله چې د دغه هېواد لومړي وزير نريندر مودي له هندي موسيقۍ او کلتور سره د هغې اشتياق او علاقه د ټولنیزو رسنیو له لارې وستايله. دا سندرغاړې چې هيڅکله هند ته نه دی تللې، د جنوبي آسيا په يو شمير ژبو یې سندرې ویلي شي.